تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا: ایران سره له شرط پرته خبرو ته چمتو یو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د امریکا له متحدینو سره د خبرو لپاره خلیج هېوادو ته روان شوی، پر ایران یې د نویو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی.
هغه چې سعودي او متحده عربي اماراتو ته له سفر مخکې خبرې کولې، خبریالانو ته ویلي، د نویو بندیزونو لګولو هدف"سیمه کې فعالیتونو دوام لپاره لازمو سرچینو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی" دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز ایران سره له شرط پرته د خبرو لپاره چمتوالی په ډاګه کړ.
هغه وویل، که ایرانیان مذاکره غواړي "دقیقا پوهیږي چې موږ چېرې موندلی شي."
نوموړي زیاته کړې چې "ډاډه یم که هغوی زموږ سره واقعي چلند ته چمتو وي، موږ به د داسې مذاکرې لپاره چمتو یو."
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرامپ چې دوه ورځې وړاندې یې امریکايي ان بي سي ټلویزیوني شبکې سره مرکه خپره شوې، له ایران سره د خبرو لپاره د خپل هېواد چمتوالي په اړه خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ویلي چې عربستان او متحده عربي اماراتو ته یې د سفر موخه "له ایران سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټلوالې رامنځ ته کولو په موخه د امرکیا له دې دوه متحدینو سره همغږي" ده.
دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې د ایران لخوا د یوې امریکايي بې پیلوټه الوتکې له غورځولو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ایران کې پر ځانګړو هدفونو د برید امر کړی و خو شیبې وروسته یې بېرته خپل امر لغو کړ.
د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن چې اسراییلو ته تللی، په همدې اړه ایران ته خبرداری ورکړی چې د امریکا "ستراتیژیک فکر او احتیاط" ته دې د کمزورۍ ګمان نه کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړاندې ویلي، جګړه نه غواړي، خو ایران ته یې خبرداری ورکړی چې د جګړې په صورت کې به له 'محو ' کېدو سره مخامخ شي.
له این بي سي خبري شبکې سره د جمعې پر ورځ خبرو کې نوموړي وویل، امریکایان خبرو ته چمتو دي، خو په خبره یې ایران ته به د اتومي وسلو چمتو کولو اجازه ور نه کړي.
نوموړي خپله هغه وروستۍ پرېکړه هم مناسبه وبلله چې هرمز تنګي کې یې د امریکايي څارګرې ډرون له غورځېدو وروسته د هوايي بریدونو په تړاو بېرته اخیستې وه.