ایرانی ولسمشر د امریکا نوي بندیزونه 'بې ګټې' بولي

روحاني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی روحاني د امریکا له لوري نوي اعلان شوي بندیزونه 'بې ګټې' بولي.

ایراني ولسمشر حسن روحاني د امریکا له لوري نویو بندیزونو ته له غوسې ډک غبرګون څرګند کړی او وايي، له دې معلومېږي دوی د خبرو غوښتنې په تړاو دروغ وايي.

ولسمشر روحاني وايي، د ایران پر مذهبي مشر نوي بندیزونه چې د دوشنبې پر ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړل، 'بې ګټې ' دي. نوموړي زیاته کړه، نوي اقدامات ثابتوي چې سپینه ماڼۍ 'ذهناً وروسته پاتې ده. '

له دې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي و، د ایران 'یرغلیزې رویې ' ته غبرګون ښيي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران پر رهبر ایت الله خامنه ای او د هغه پر دفتر او د اسلامي انقلاب پر ساتونکو نوي بندیزونه لګولي. په نویو بندیزونو کې د 'سپاه' ځمکنیو ځواکونو، سمندري او هوايي ځواکونو مشران هم شامل دي.

ټرمپ دا بندیزونه په فارس خلیج کې د ایران له خوا د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې تر ویشتلو وروسته د غبرګون په توګه لګولي دي.

امرکیا وايي د ایران پر مشر یې ځکه بندیز لګولی چې په وینا یې "په پای کې دی د رژیم د دښمنانه عمل مسؤول دی".

په نویو بندیزونو کې د ایران مشر ایت الله خامنه ای او د هغه دفتر هم شامل دي

د عکس سرچینه، khamenei.ir

د عکس تشریح، په نویو بندیزونو کې د ایران مشر ایت الله خامنه ای او د هغه دفتر هم شامل دي

د امریکا د مالیې وزیر سټیو منوچین ویلي، د ټرمپ دا نوی اجرایوي فرمان - چې د ایران "میلیاردونه" ډالر شتمني به پکې وتړل شي - د څارګرې الوتکې د ویشتلو په غبرګون کې صادر شوی.

امریکا وايي، ایت الله خامنه ای ډېره زیاته شتمني لري چې له همدې شتمنۍ نه د اسلامي انقلاب ساتونکو مالي سرچینې چمتو کېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ۲۰۱۸ کال کې ویل‍ی و،، د ایران د مشر شخصي شتمني ښايي ۹۵ میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د امریکا په نویو بندیزونو کې د ایران د سپاه سمندري ځواکونو د قومندان علیرضا تنګسیري،‌ د سپاه د ځمکنیو ځواکونو د قومندان محمد پاکپور او د دغو ساتونکو د هوايي ځواکونو د مشر امیر علي حاجي زاده نومونه هم راغلي دي.

"امریکا جګړې ته تږې ده"

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د ایران له خوا د دغو بندیزونو په لومړي غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي ویلي "د ایران پرضد د نویو بندیزونو لګولو په تړاو د امریکا نننۍ پرېکړه ددې ښکارندويي کوي چې امریکا نړیوالو قوانینو او د نړیوالې ټولنې اکثریت لیدلوري ته درناوی نه لري".

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي امریکایان "د دیپلوماسۍ سپکاوی" کوي.

پر ایران د نویو بندیزونو تر لګېدو وروسته ښاغلي ظریف په یوه ټویټ‌ کې امریکا تورنه کړې ده چې ګني "جګړې ته تږې" ده.

په نویو بندیزونو کې د ایران د رهبر سربېره د هغه دفتر هم شامل دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس پر ایت الله خامنه ای د نویو بندیزنو لګولو هرکلی کړی.

د امریکا په تېرو بندیزونو سره د ایران د تومان ارزښت ډېر زیات راولوېد

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا په تېرو بندیزونو سره د ایران د تومان ارزښت ډېر زیات راولوېد او د ایران اقتصاد ورسره مخ پر ځوړ شو.

‌ځینې دغه بندیزونه د امریکا د څارګرې الوتکې تر ویشتلو مخکې پلان شوي وو.‌ په وروستیو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکي ډېر ترینګل‍ي شول.