امریکا پر ایران تر ټولو سخت بندیزونه ولګول

پر ایران د دوشنبې په ورځ د امریکا نوي خو تر ټولو سخت بندیزونه ولګېدل.

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت پر ایران ټول هغه بندیزونه لګوي چې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون وروسته ترې لرې شوي وو.

د دې بندیزونو له کبله به د تېلو صادرات، ټرانسپورټ، بانکونه او د ایران د اقتصاد ټولې مهمې برخې اغېزمنې کېږي.

خو له دې نېټې سره همهال( د یکشنبې په ورځ) د ایران مختلفو ښارونو کې مظاهرې وشوې او ګډونوال د "مرګ پر امریکا " شعارونه ورکول.

مظاهره چیانونو له امریکا سره د خبرو مخالفت هم کړی دی.

د ایران د پوځ له خولې ویل شوي چې دوی به د دوشنبې او سې شنبې په ورځ هوایي مانورونو سره د خپل هېواد د دفاع وړتیاوې ښيي.

دا مظاهرې او بندیزونه په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو له ۳۹ کلیزې سره برابر دي، هغه پېښه چې د ایران او امریکا ترمنځ د لسیزو سختې دوښمني سبب شوه.

د امریکا د منځمهالو ټاکنو د کمپاین غونډې ته له تللو مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي وو:

"پر ایران دا بندیزونه په بې سارې کچه سخت دي. موږ به ګورو چې ایران ته څه ور پېښېږي، خو دا تاسو ته ویلی شم چې د ایران بېړۍډوبه ده".

له دې مخکې د ایران یوې ځواکمنې ادارې ګارډین کونسل یا نګهبان شورا پر هغه تړون د غور کولو پرېکړه وکړه، چې له مخې یې تهران له ملګرو ملتونو سره د ترهګرۍ د مالي مرستې خلاف همکاري کوي.

د دې تړون موخه نړیوالو مالي ادارو ته دا ډاډ ورکول وو چې ایران د نړیوالو غوښتنې پوره کوي.

خورا سخت بندیزونه

سپینه ماڼۍ وايي، پر ایران لګېدونکي بندیزونه تر اوسه تر ټولو سخت بندیزونه دي، چې پر ایران او ټولو هغو هېوادونو لګېږي چې له دغه هېواد سره سوداګري کوي.

د امریکا د پرېکړې له مخې د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون وروسته چې کوم بندیزونه لرې شوي هغه بیا لګېږي.

امریکايي چارواکي وايي، دغه تړون ایران د سایبري بریدونو ، بالستیک توغندیو ازمویلو او منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو او وسلوالو دملاتړ په ګډون له خپلو بدو چارو ونه ګرځاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له فاکس نیوز سره د یکشنبې په ورځ وویل:

"موږ د ایران د خلکو کلک ملاتړ کوو او د ایران د اسلامي جمهوریت د چلن بدلېدو کلک هوډ لرو".

هغه زیاته کړه، "دا زموږ موخه ده، دا زموږ دنده ده او دا به د ولسمشر په استازیتوب ترلاسه کړو".

بندیزونه

امریکايي بندیزونو کې الوتکې، د بېړۍ جوړولو صنعت، مالي او انرژۍ برخې هم اغېزمنې کېږي.

امریکا ګام په ګام پر ایران بیا بندیزونه ولګول، خو شنونکي وايي، وروستي بندیزونه ډېر د پام وړ دي.

د سترو بانکونو، تېلو صادروونکو او ټرانسپورټ کمپنیو په ګډون له ۷۰۰ ډېر کسان، ادرې، بېړۍ او الوتکې اوس له بندیزونو سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، له سلو ډېرې سترې نړیوالې کمپنۍ له ایران د بندیزونو له وېرې وتلې دي.

هغه دا هم وویل، چې د ایران د تېلو صادرات په ورځ کې یو میلیون بیلرو ته غورځېدلي دي، په دې مانا چې د دغه هېواد د اقتصاد اصلي سرچینه په ټپه درول شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ له دې مخکې مۍ میاشت کې پر ایران څه بندیزونه لګولي و او دا یې دویم پړاو دی.

څوک بندیزونو کې نه راځي

د امریکا د مالیې وزارت مرستیال د هغو اتو هېوادونو نوم وانخیست چې په لنډمهال کې له دې بندیزونو وتلي دي او له ایران تېل اخلي.

هغه وویل، چې دا اته هېوادونه له ایران سره را کړه ور کړه او ترې تېل اخیستل تر ډېره بریده کموي.

فرانس خبري اژانس رپوټ ورکوي چې دې اتو هېوادونو کې د امریکا ملګري- هند، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا- هم راځي.

دا ډول چین او ترکیه هم دې هېوادونو کې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني له بندیزونو د دې اتو هېوادونو ایستل د تهران بری او د واشنګټن ماتې بولي.

خو د بي بي سي رپوټ وايي، چې د دې تېلو له پلورلو ترلاسه شوې پیسې یوه ځانګړي حساب ته اچول کېږي او ایران پر یوازې هغه توکي اخیستلی شي چې اجازه یې لري، خو نغدې نه ورکول کېږي.

د ایران غبرګون

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، په ټوېټر کې ویلي چې د امریکا پرېکړې د دوی د حیثیت او ازادې ولسواکۍ لپاره ذلت دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بندیزونو ته په غبرګون کې وايي، دا چې اټومي تړون نړیوال قرارداد دی، نو ویاړ سره به دا بندیزونه مات کړي.

د هغه په خبره، یوازې ایران نه، بلکې اروپايي هېوادونه او شرکتونه هم د امریکا سیاست غوسه کړي دي.

"یوازې ایران نه بلکې اروپایان هم هیله لري چې د دغه لنډ حکومت(د ډونلډ ټرمپ اداره) عمر لا نور لنډ شي".

ښاغلي روحاني په حکومت کې د ښکېلو ډلو پر سیاسي اختلاف هم نیوکه وکړه او ترې ویې غوښتل چې وغوښتل چې یو موټی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له دولتي تلوېزون سره خبرو کې ویلي چې هېواد یې د اقتصاد چلولو وړتیا لري.

د هغه په خبره، امریکا به په دا ډول هڅو سره خپلو سیاسي موخو ته ونه رسېږي.

د اروپايي ټولنې غبرګون

برتانیا، جرمني او فرانسې او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مشر ګډ بیان کې پر ایران د امریکا د بندیزونو لګېدو له امله ډېر افسوس ښودلی دی.

هغوی وايي، چې له ایران سره د روا یا مشروع کار لرونکي کسان ته د اروپایي ټولنې او د ملګریو ملتونو د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک له مخې خوندي دي.

د ایراني تېلو کمی به څنګه پوره شي؟

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال باربارا پلېټ وايي، چې تېرو شپږ میاشتو کې امریکا د ایران د تېلو تولید صفر ته رسولو پوره هڅه کړې ده.

خو له دې سره سره دا هم نه غواړي چې د نومبر پر پنځمه له مارکېټ د ایران تېل یو مخ ورک او د دې توکي بیه لوړه شي، دې سره ایران ته ګټه رسېږي او امریکا به خوشاله نه وي.

امریکا د ایراني تېلو د کمي پوره کولو لپاره د تېلو خپل تولید زیات کړی او نورو په تېره سعودي عربستان ته هم داسې ویل شوي دي.

امریکا وايي، چې خپل اقتصادي ځواک سره خپلې موخې ته رسېدل غواړي خو له ملګرو پرته ایران ته یوازې ځواکمن پاتېدل سخت ګران دي.