پر ایران د امریکا بندیزونه افغان سوداګري هم زیانمنوي

    • Author, اسدالله لودین
    • دنده, بي بي سي

افغان حکومت پر ایران د امریکا نوېو بندیزونو او پر افغانستان یې اغیز ته محتاطانه غبرګون ښودلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ نه دي ویلي چې دغه ګام به د افغانسان او ایران پر سوداګرۍ څومره اغیز وکړي، خو سوداګرۍ خونه بیا وایي، دغه بندیزونه په مستقیم ډول پر افغانستان اغیز لري.

ایران اوس یوازنی ګاونډی هېواد دې چې افغانستان ورسره د نورو ګاونډېو پرتله پراخه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

تېر کال د دغو هېوادونو د سوداګرۍ کچه څه باندې دوه نیم میلیارده ډالره وه.

د افغانستان د لویدیځ او جنوب لویدیځ ولایتونو بازارونه تر ډیره په ایراني خوراکي او ناخوراکي توکو ولاړ دي او افغانستان د اړتیا وړ شاوخوا شل سلنه تېل هم له ایران واردوي.

امریکا د اوس لپاره هغه هېوادونه- هند، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا- چین او ترکیه- چې له ایران تېل ورادوي له دې بندیزونو پرته کړي دي.

پوښتنه داده چې پر ایران د امریکا نوي بندیزونه چې د هغه هېواد د تیلو صادرات، ټرانسپورت، بانکي سیستم او د اقتصاد ټولې برخې اغیزمنوي، پر افغانستان څه اغیز کوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري دې پوښتنې ته ګونګ ځواب ورکړی دی.

دی بې له دې چې ووایي، دغه بندیزونه به له ایران سره سوداګري او له چابهار بندر ګټه اخیستنه څومره محدوده کړي وايي، ولسمشر په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره خبرې کړې دي.

"افغان حکومت په تېرو میاشتو کې هم د امریکا له حکومت سره د چابهار بندر په اړه بحثونه درلودل، تېره شپه هم له میرمن ایلس ویلز سره پر چابهار بندر د امریکا بندیزونو پر اغیز بحث وشو چې پایلې به یې ډېر ژر له خلکو سره شریکې او د هېواد د اقتصاد لپاره به نوی زیری ولري".

خو د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایي، پر ایران دغه بندیزونه په مستقیم ډول له افغانستان سره سوداګریز اړیکي زیانمنوي.

د دې خونې په خبره، کله چې د ایران بانکي سیستم اغیزمن شي، نو افغان سوداګر په فزیکي ډول د پيسو وړلو او له ایران د توکو اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

د دغې خونې د نړیوالو اړیکو مشر ازرخش حافظي وایي، افغانستان د ایراني توکو بدیل هم لري، خو په خبره یې د هغو لېږد د لودیځو ولایتونو بازارونو ته په لوړه بیه پرېوځي.

له دې وړاندې هم د افغانستان په لودیځ کې یوشمیر سوداګرو بي بي سي ته ویلي و چې پر ایران د امریکا بندیزونو له دغه هېواد سره د دوی سوداګري ټکنۍ کړې.

اوس سپینۍ ماڼۍ ویلي پر ایران لګېدونکي بندیزونه تر اوسه تر ټولو سخت بندیزونه دي، چې پر ایران او ټولو هغو هېوادونو لګېږي چې له دغه هېواد سره سوداګري لري.