حسن روحاني له امریکا سره دوه اړخیزې خبرې رد کړې

د ایران ولسمشر حسن روحاني له امریکا متحدو ایالتونو سره د تل لپاره مخامخ خبرې رد کړې. نوموړی وايي:

''موږ ته د خبرو لپاره ډېر وړاندیزونه شوي دي، خو موږ تل رد کړي دي. ''

خو نوموړی وايي، که یې پر هېواد لګېدلي بندیزونه لرې کړل شي، ایران به د ګڼ اړخیزو خبرو پیلولو ته چمتو شي.

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې مخکې ویلي، د ۲۰۱۵ کال ایران او نړیوالو قدرتونو تر منځ شوې اتومي هوکړې پر سر خبرو ته چمتو دی، چې نوموړي پروسږ کال په یو اړخیزه توګه لغو کړه او پر ایران یې بندیزونه ولګول.

د جرمني، برتانیا، فرانسې، چین او روسیې په ګډون د هوکړې نورو اړخونو د دغې هوکړې پر ځای ساتلو لپاره هلې ځلې وکړې.

خو د امریکا له لوري د بندیزونو لګېدو له کبله د ایران نفتو صادارتو کې کمی راغی، د پېسو ارزښت یې ولوید او دغه هېواد کې د انفلاسیون کچه لوړه شوه.

په جولای میاشت کې ښاغلي ټرمپ د خبرو لپاره د ایران اړایستلو په پار بندیزونه نور سخت کړل او ایران په هوکړه کې له دوو شاملو ژمنو په شا شو.

ښاغلي روحاني په داسې صورت کې چې د ده په خبره تر پنجشنبې پورې اروپايي ټولنه له بندیزونو د ایراني اقتصاد خوندي ساتلو لپاره اقدام و نه کړي، د دریم ګام اخیستو ګواښ کړی، خو دا یې نه دي ویلي، چې دا به کوم ډول اقدام وي.

په 'جي سېون ' غونډه د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وویل، دی 'په دې پوهېدلی ' چې که د متحدو ایالتونو او ایران ولسمشران سره وویني، یو جوړ جاړی کېدای شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل 'ایرانیان سخت ګوزارونه خوري ' او دا چې ده فکر کاوه، 'ښاغلی روحاني به لیده کاته وغواړي چې د دوی حالت سم کړي. '

پر بله ورځ ښاغلي روحاني داسې اشارې څرګندې کړې چې که امریکایان بندیزونه لرې کړي، دی خبرو ته راضي دی.

خو د سې شنبې پر ورځ پارلمان ته وینا کې نوموړي وویل:

''د دوه اړخیزو خبرو موضوع هېڅ په اجنډا کې نه شته. ''

نوموړي زیاته کړه، ''که امریکا ټول بندیزونه لرې کړي، دا مهمه نه ده چې دوی (اتومي هوکړې) ته راوګرځي، خو بندیزونه ډېر مهم دي، نو د امریکایانو لپاره اوس هم فرصت شته چې د پنځه جمع یو په غونډه کې ګډون وکړي، خو دا یوازې هغه مهال کېدای شي چې دوی ټول بندیزونه لرې کړي. ''

ښاغلي روحاني دغه راز اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې باید د پنجشنبې تر ورځې پورې د اتومي هوکړې بدل کې خپلې ژمنې پوره کړي. نوموړي وویل:

''که اروپایان زموږ نفت وپېري او موږ خپلو پیسو ته لاسرسی ومومو چې حالت ورسره ښه شي، نو موږ به په بشپړه توګه هوکړه عملي کړو او که نه د پنجشنبې پر ورځ به دریم ګام واخلو. ''

د دوشنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل، دریم ګام به د دوو لومړنیو پرتله ډېر پیاوړی وي، خو زیات جزیات یې نه دي ورکړي.

ماهرین وايي، کېدای شي دغه هېواد تر ۲۰ سلنې پورې د یورانیمو بډای کول پیل کړي چې په خبره یې که دغه هېواد وغواړي اتومي بم جوړ کړي، دې سره به یې وخت رالنډ شي. خو ایران تل ټینګار کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو لپاره دی.