کشمیر کې امنیتي ځواکونه په تاوتریخوالي تورن شول

کشمیر
د عکس تشریح، یو ځوان وايي پوځ وواهه او وروسته یې کلیوالو ته وویل، که څوک د حکومت ضد مظاهره کوي، له داسې حالت سره به مخ شي.
    • Author, سمیر هاشمي
    • دنده, بي بي سي، کشمیر

د هند واکي کشمیر د کورواکۍ ختمولو له پرېکړې وروسته کشمیريانو امنیتي ځواکونه په تاوتریخوالي تورن کړي دي.

ځینې کسانو بي بي سي ته ویلي، د بجلۍ کرنډ ور کړل شوی، په کوتک او کېبل وهل شوي دي.

بي بي سي ته ځینې کسانو خپل ټپونه هم ښودلي، خو ځايي چارواکو دا خبر نه دی تایید کړی.

د هند پوځ هم دا تورونه بې بنسټه بولي.

له نږدې دریو اونیو راهیسې هندواکي کشمیر کې د سختو بندیزونو له امله دې سیمې ته تګ ګران او ترې مالومات رسېدل سخت شوي دي.

دہلی
د عکس تشریح، هند د کشمیر ځانګړی حالت ختمولو سره پر دغه سیمه خپل بشپړ واک پلی کوي.

سیمه کې په زرګونو پوځیان دېره شوي او سیاسي مشران، کروباري کسان او د کارکوونکو په ګډون درې زره کسان نیول شوي، ان ځینې پکې له دې صوبې بهر نورو جېلونو ته استول شوي دي.

چارواکي دا حالات بېړني بولي او وايي، سیمه کې د امن او ټیکا راتلو سره به وضعیت عادي شي.

د هندواکي (جمو کشمیر) ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي، خو اوس په دوو سیمو وېشل شوي او د مرکزي حکومت واک پرې پلی شوی دی.

د هند پوځ دلته له دریو لسیزو ډېر وخت راهیسې د بېلتونپالو له تاوتریخوالي سره مخ دی.

نوی ډېلی پاکستان په سیمه کې وسلوالو ته په پنا ور کولو تورنوي، خو اسلام اباد- چې د کشمیر یو برخه یې ولکه کړې- دا تورونه ردوي.

کشمیر میں تشدد

د بي بي سي خبریال د هند واکي کشمیر د سوېلي ولسوالیو څو کلیو ته تللی، چې له څو کلونو راهیسې د وسلوالو کور بلل کېږي.

دغو کلیو کې ځینې کسانو ورته ویلي، امنیتي ځواکونو یې پر کورنو چاپې اچولې او تاوتریخوالی ور سره شوی دی.

که څه هم ډاکټرانو او روغتیايي چارواکو د کوم ټپي په هکله څه نه دي ویلي، خو خپله خلکو ټپونه ور ښودلي.

څو کسانو ویلي د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمېدو څو ګړۍ وروسته پوځ کور کور ته ورسېد.

دوه وروڼه وايي، له کور و اېستل او لرې بوتلل شول، هلته یې نږدې لس خپل نور کلیوال هم ولیدل.

کشمیر
د عکس تشریح، کشمیر له نږدې دریو اونیو راهیسې له بې ساري ګرځبندیز سره مخ دی.

دواړه وېرېږي، خو یو وايي: "موږ یې ووهلو، ومو پوښتل موږ څه کړي؟ له کلیوالو وپوښتئ چې موږ څه تېروتنه کړې، خو زموږ غږ نه اورېدل کېده، هغوی څه نه ویل، موږ یې وهلو".

دی زیاتوي، د بدن هر غړي ته یې ووهل: "په ډنډو یې ووهلو، په لښتو یې ووهلو، د بجلۍ کرنډ یې را کړ، کله چې بې هوشه شوو د بجلۍ کرنډ سره یې په هوش کړو. کله یې چې وهلو او موږ چغې وهلې، نو زموږ خوله کې یې خاورې واچولې".

یو بل ځوان وايي، سرتېرو ټولو کلیوالو ته وویل که د حکومت خلاف مظاهرو کې ګډون وکړي، له سختې پایلې سره به مخ شي.

بي بي سي چې له څومره کلیوالو سره خبرې کړې، نو ټولو ویلي، پوځ دا کار د دې لپاره وکړ چې څوک مظاهره ونه کړي.

کشمیر
د عکس تشریح، دا کس وايي، په کوتکانو، کېبلونو او لښتو وهل شوی دی.

خو د هند د پوځ ویاند امن انند دا تورونه ردوي او وايي، له کوم وګړي سره تاوتریخوالی نه دی شوی.

"د ولس د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته شوي، دا تورونه ښايي د دوښمن وي".

بي بي سي چې څو کلیو ته ورغلې ډېری اوسېدونکي یې د بېلتونپالنې ملاتړي وسلوال د "ازادۍ جنګیالي" بولي.

کشمیر

کشمیر
د عکس تشریح، دا ځوان وايي، پوځي کمپ کې د پلټنو پر مهال یې پښه ور ماته کړه.

کشمیر همالیايي سیمه ده، هند او پاکستان یې پر ملکیت دغوه لري، هر یوه د دې سیمې یو څه برخه ولکه کړې ده او هم یې د کشمیر پر سر دوه جنګونه کړي او یو ځل یې پر سر لږ لاس ګرېوان شوي دي.

هندواکی کشمیر تر دریو اونیو پخوا لږ کورواکی و، خو د اګسټ پر ۵ د هند حکومت دا حالت ترې واخیست.

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي او ګوند یې وايي، دا پرېکړه باید ۷۰ کاله پخوا شوې وی، خو دوی اوس وکړه.

له دې پرېکړې راهیسې هندواکي کشمیر کې بېړنی حالت دی، ځینې مظاهرې هم شوې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

پاکستان د نوي ډېلي پر پرېکړه غوسه دی او په دې تړاو د نړیوالې ټولنې مداخله غواړي.