پاکستان: د کشمیر په اړه له هنده نړیوالې محکمې ته شکایت کوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ځانګړي وضعیت تر اعلانېدو وروسته پاکستان ویلي، له هنده به د جرمونو نړیوالې محکمې ته شکایت وکړي. تېره ورځ د کشمیر د لانجې په اړه ټرمپ له مودي او عمران خان سره خبرې کړې وې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرر شاه محمود قریشي اې آر وای تلوېزیون ته ویلي "موږ پرېکړه وکړه چې د کشمیر مسله د جرمونو په نړیواله محکمه کې مطرح کړو. دا پرېکړه ددې مسلې د ټولو قانوني ابعادو له شاربلو وروسته شوې ده."
نوموړی ټینګار کوي په نړیواله محکمه کې به د دوی ټینګار دا وي چې ولې هند په اکثریت مېشتي کشمیر کې ځانګړی وضعیت اعلان کړی دی او هلته د هند له خوا د بشري حقونو د رول په اړه شکایت کوي.
خو هند وايي کشمیر کې یې بشري سرغړونه نه ده کړې.
اسلام اباد وايي، دا پرېکړه وروسته تر هغه ونیول شوه چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د هند د کورواکۍ لغوه کولو امر وکړ.
د هند له دې پرېکړه سره پاکستان توند او چټک غبرګون وښود، اسلام اباد له خپلې خاورې هندی سفیر ویوست او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې ودرول شوې.
هند او پاکستان دواړه د کشمیر د مالکیت ادعاوې کوي. په تېرو څو لسیزو کې کشمیر د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې اصلي ټکی و چې اوس یې هم دواړه هېوادونه پر یوې برخې واک لري.
په ورته وخت کې د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن له نریندرا مودي سره خبرو کې ویلي، د کشمیر لانجه د داوړو هېوادونو د ترینګلتیا اصلي لامل دی چې د خبرو له لارې باید هواره شي.

د عکس سرچینه، EPA
فرانسې هم ویلي چې ولسمشر امانویل ماکرون څو ورځې مخکې له مودي سره پاریس کې لیدلي وو، ژر به د هند له لومړي وزیر سره د کشمیر د لانجې په اړه وغږېږي.
کشمیر سیمه چې د هیمالیا په لوړو کې د پاکستان او هند ترمنځ پرته ده، د دواړو هېوادونو د ترینګلیا اصلي لامل دی.
دواړه هېوادونه ددغې ځمکې د مالکیت ادعا کوي، خو هر یو د کشمیر پر یوې برخې واکمن دی.
دواړه اتوم لرونکي هېوادونه په ۱۹۴۷ کال له خپلواکۍ بېرته اخیستو وروسته څو ځله د کشمیر د کنټرول پرسر له یو بل سره جنګېدلي دي.
په کشمیر کې له کلونو راهیسې بېلتونپال جنګیالي فعال دي چې د بریدونو له کبله یې زرګونه کسان وژل شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images









