کشمیر: د هندي او پاکستاني پوځیانو نښته کې د مرګژوبلې ادعاوې

د عکس سرچینه، ISPR
پاکستان کې پوځي چارواکي وايي، د هندي او پاکستاني پوځیانو تر منځ یوه نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ادعا کوي چې ځوابي برید کې پنځه هندي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته د هند اي این ای خبري اژانس پر ټویټر د هندي پوځي چارواکو له قوله د پاکستان دغه ادعا رد کړې چې ګواکې د کشمیر جلا کوونکې کرښې (ایل او سي یا لاین اف کنټرول) اوږدو کې د متبادلو ډزو لړ کې هندي پوځیان وژل شوي دي.
د هندي رسنیو په رپوټونو کې د هندي پوځي چارواکو له قوله ادعا شوې چې پونچ سیمه پاکستاني پوځیانو له اوربنده سرغړونه کړې.
له دې مخکې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي و، د کشمیر ایالت د ځانګړي حیثیت ختمولو پرېکړه به د دې سبب شي چې د دې سیمې پخوانی ویاړ بېرته را ژوندی شي.
د پنجشبنې پر ورځ د هند د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې لومړي وزیر مودي وویل، کشمیر به د هند په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه، د اساسي قانون ۳۷۰مې مادې، چې کشمیر ایالت ته یې ځانګړی حیثیت ورکړی و، په دې ایالت کې فساد ته لاره هواره کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو لومړي وزیر په خپلو خبرو کې په کشمیر کې روان وضعیت، ګرځ بندیز او د مخابراتي شبکو بندښت ته هېڅ اشاره ونکړه.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون چارشنبه د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې مراسمو کې د کشمیر په اړه د هند حکومت وروستی ګام وغانده.
نوموړي وویل، د نړۍ په هر دریځ به د کشمیر مسئله را پورته کوي او د دې وضعیت پړه به د هند پر غاړه وي.
هند لومړي وزیر که څه هم د خپل پاکستاني سیال د خبرو ځواب ورنکړ، خو په کور د ننه یې هغه کسان وغندل چې د کشمیر پر موضوع سیاست کوي.
نوموړي وویل، د ده حکومت هغه څه وکړل چې په تېرو ۷۰ کلونو کې چا نه شو کولای، ځکه له پخوانیو حکومتونو او سیاستوالو سره د خپل راتلونکي غم و.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې وضعیت تاوجن دی او مخابراتي شبکې بندې دي.
له ګرځبندیز سره سره په ځینو سیمو کې د هند حکومت د وروستي ګام پر ضد احتجاجونه شوي دي.
د کشمیر ځینې مهم سیاستوال هم له تېرو څو وروځو راهیسې په خپلو کورونو کې نظر بند دي.
ډېری کشمیریان اندېښنه لري چې د نرېندرا مودي حکومت غواړي په دې ګام سره د کشمیر سیاسي او توکمیز جوړښت بدل کړي او په دې ایالت کې هندوان په اکثریت بدل کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو واکمن حکومت وایي، د کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو موخه دا ده چې یاد ایالت په پاتې هند ورګډ شي او د نورو ایالتونو په څېر له هر ډول اسانتیاو ګټه پورته کړي.
د پنجشنبې پر ورځ د لومړي وزیر مودي وینا که څه هم پر کشمیر ور ټوله وه، خو دا مهم اعلان یې هم وکړ چې هند به په لومړي ځل د لوی درستیز پوست رامنځته کوي.
دا لوی درستیز به د هند د ځمکني، هوایي او سمندري پوځ مشري پر غاړه ولري.








