د کشمیر شخړه: ملګرو ملتونو پر بندیزونو 'ژوره خواشیني' ښودلې

Indian military in front of barbed wire fence

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کشمیر کې لاهم مخابراتي شبکې کار نه کوي

ملګرو ملتونو ویلي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند د ځانګړي حیثیت ختمولو له پرېکړې وروسته هلته پر مخابراتو بندیز "د بشري حقونو وضعیت لا پسې ترینګلی کړی" چې په وینا یې دوی یې په اړه ژوره اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند ویلي، کشمیر کې پر مخابراتي اسانتیاوو بندیز لګول شوی، مشران په ناقانونه توګه توقیف شوي او پر سیاسي غونډو بندیز لګول شوی دی.

د تېرې یکشنبې ورځې له ټیلیفوني اړیکو غوڅېدو وروسته په سیمه کې د جبري ایسارېدو حالت واکمن دی.‌

دا ټولې پېښې وروسته تر هغه رامنځ ته شوې چې هند په کشمیر کې د ځانګړي حیثیت ختمولو ناندریزه پرېکړه وکړه.‌

په نورو سیمو کې کشمیریان وايي، دوی له خپلو کورنیو سره د اړیکو نیولو یا یوځای کېدو توان نه لري. د رپوټونو له مخې سیمه ییز مشران هم نیول شوي دي.

بي بي سي په سیمه کې له ځینو خلکو سره غږېدلې چې وايي پر هندي امنیتي ځواکونو یې د ډبرو ګوزارونه کړي او لاریون یې پیل کړی دی.

پر ټوېټر یوه خپاره شوي وېډیويي پیغام کې د ملګرو ملتونو د یوه ویاند مخکېنۍ اندېښنې لاس په لاس کېږي چې ګني کشمیر کې بشري وضعیت د ترینګلتیا لوري ته روان دی.‌

کشمیر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په ورته وخت کې په پلازمېنه نوي ډيلي کې هم ګڼ شمېر کسانو په کشمیر کې د روان وضعیت او د حکومتي پرېکړې پر ضد لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې دې ایالت ته دې پخوانی ځانګړی حیثیت بېرته ورکړل شي.

مخکې رپوټ کې ویل شوي وو، د ملګرو ملتونو "اسناد ښيي چې د رپوټونو له مخې چارواکو کشمیر کې ټیلېفوني شبکې بندې کړې دي، سیاسي مشران او مخالفان په زور نیول کېږي او له لاریونیانو سره ناوړه چلند کېږي."

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویاند وايي، نويو بندیزونو وضعیت یوه نوي پړاو ته بېولی دی.

دی زیاتوي، اوس ملګري ملتونه "د مخابراتي اړیکو د بندیز پرضد دي،‌ چې دا د تېر پرتله ډېر سخت بندیز دی".

ده خبرداری ورکړ دا بندیزونه به د خلکو مخه ونیسي چې "د جمو او کشمیر د راتلونکې په اړه خپلمنځي بشپړ بحث ګډون ونه شي کړای".

پاکستان او هند دواړه په هیمالیا کې د پرتې کشمیر سیمې د ملکیت ادعا کوي، خو هر هېواد یې یوازې پر یوه برخه کنټرول لري.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د بېلتونپالو وسله والو فعالیتونه شته، چې په تېرو درېیو لسیزو کې هلته شخړو او نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي.

هند پر پاکستان ددغو اورپکو د ملاتړ تور لګوي، خو پاکستان تل د هند دا تور رد کړی او وايي کشمیریان په خپله د خپل برخلیک ټاکلو حق لري.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰ مادې له مخې، جمو او کشمیر ته د هند د نورو ایالتونو پرتله د خپلو کورنیو چارو د سمبالښت لپاره ځانګړي واکونه ورکړل شوي دي.

ددې مسلې حساسیت دلته دی که کشمیر د همدې ځانګړو واکونو او امتیازاتو پربنسټ د هند له خاورې سره یوځای شوی.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې له مخې، د هند تر واک لاندې کشمیر خپل اساسي قانون، خپل ځانګړی بیرغ او همدارنګه خپل کورني خپلواک واکونه لرلی شي، خو دفاعي چارو او اړیکو کې خپلواک نه دی.