د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په ګرځبندیز کې نرمښت راغلی

کشمیر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، تمه کېږي چې دا فشار لږ تر لږه پنجشنبې یعني د هند د خپلواکۍ تر ورځې پورې دوام وکړي
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د ځایي حکومت یو ویاند وايي ګرځبندیز کې نرمښت راغلی دی، خو د کشمېر له درې په نورو ريپورټونو کې بیا ویل شوي چې د لګول شویو سختو امنیتي تدبیرونو له کبله دغلته خلک د اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخ دي.

تمه کېږي چې دا فشار لږ تر لږه پنجشنبې یعنې د هند د خپلواکۍ تر ورځې پورې دوام وکړي. د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې وروسته له هغې امنیتي تدابیر سخت شول چې ډهلي لس ورځې مخکې د سیمې کور واکۍ د ختمولو پرېکړه وکړه او لسګونه زره اضافي عسکر یې کشمیر ته واستول.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې ځايي چارواکو ويلي، ګرځبنديز کې نرمښت راغلى خو را رسېدلي رپوټونه وايي چې د سرينگر ښار په لارو او کوڅو کې اغزن مزي او اوسپنيز خنډونه تر سترگو کېږي او ډرون او چورلکې يې پر سر گرځي.

نيمه پوځي سرتېري ټوپکې او نيمه اتومات وسلې په لاس، زغروال واسکټونه پر تن او د بلوا ضد پر وسايلو سمبال په واټونو او څلورلارو کې د پوستو او خنډونو شبکې کنټرولوي.

کم شمېر گاډو او پليو وگړو ته د خنډونو او اغزن مزو ورڅېرمه پر کښل شويو لارو د تگ راتگ اجازه ورکول کېږي. خو سيمه ييز چارواکي بیا وايي چې په پړاويز ډول د گرځبنديز نرمول پېلوي. د واکمن "بې جي پي" گوند نلين کوهلي وايي، دا محدوديتونه سيمه کې د سولې ساتنې لپاره خورا مهم و.

"د حکومت لومړنۍ اندېښنه د نظم او قانون او سولې په اړه ده. موږ په تېر کې کتلي او په تړاو يې گڼ رپوټونه هم و چې د خواله رسنيو لکه وټس اپ او په ځانگړې توگه د موبايل ټيليفونو په کارولو گروپونه جوړ شوي يا ان ترهگرو ډلو ته د ځواکونو د خوځښتونو په تړاو مالومات ورکړل شوي دي چې اوس وکتل شي د ۱۳ سوه او اويايم مادې له لغوه کېدا راهيسې د خداى فضل دى يو کس هم خپل ژوند نه دى بايللى. دا تدبير د سولې ساتلو لپاره دى. دا لنډمهالى تدبير دى او يقيني ده چې نژدې راتلونکي کې به لېرې شي."

تمه ده کشمير کې لگېدلي محدوديتونه لږ تر لږه تر راتلونکې پنجشنبې چې د هند له خپلواکۍ ورځې سره سمون خوري دوام وکړي.

هندي پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کم شمېر گاډو او پليو وگړو ته د خنډونو او اغزن مزو ورڅېرمه پر کښل شويو لارو د تگ راتگ اجازه ورکول کېږي.

د هند سترې محکمې ته سپارل شوي يوۀ غوښتنليک کې غوښتنه شوې وه چې د هند حکومت ته کشمير کې د مخابراتي اړيکو د بيا فعالولو او د گرځبنديز د ختمولو حکم وکړي خو سترې محکمې ويلي چې تر راتلونکې دوه اوونيو پورې به د دغې موضوع په اړه قضايي اقدام ونکړي.

رپوټونه وايي د کشمير اوسېدونکي چې په بې ساري ډول د سختو امنيتي تدابيرو له امله نهه ورځې په خپلو کورونو کې بند پاتې د مهمو توکو له کمي سره مخ شوي دي.