ورځپاڼې: ملا برادر او خلیلزاد دوحه کې یو په یو کتنه کړې ده

د عکس سرچینه، .
امريکايۍ ملېټري ټايمز ورځپاڼې دوحه کې د افغان طالبانو او امريکايي مرکچيانو ترمنځ د سولې د خبرو بيا پيلېدل مهم بللي او افغان سولې لپاره د امريکا د استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو مرستيال مشر ملابرادر ترمنځ دوه په دوه کتنې ته په اشاره ليکلي ملا برادر د طالب غورځنگ يو له بنسټ ايښوونکو او ښايي د دغې ډلې پر ليکو يا صفوفو تر ټول پياوړى اغېز ولري.
ورځپاڼې ليکلي ځينې په افغانستان کې دا ويره لري هغه طالب وسلوال چې امريکا سره د سولې معامله ورته د منلو نه ده ښايي داعش ډلې ته واوړي.
ورځپاڼه وايي د تېرې شنبې بريد په افغانانو کې بيا ويره پيدا کړه چې د امريکا او طالبانو د سولې تړون به له اوږده مهاله کړېدلو افغان ملکيانو ته ډېره کراري يا ارامي په برخه نکړي.
ډيپلومات مجله وايي د افغانستان د ترهگرۍ گواښ له طالبانو ډېر لوى دى. دغه مجله زياتوي ان که طالبانو سره د سولې تړون وشي ترهگري به بيا هم په دغه هېواد کې د يوه جدي ستونزې په توگه پرځاى پاتې وي.
ورځپاڼې تېر جولاى کې د ملگرو ملتونو خپاره شوي يوه رپوټ ته اشاره کړې چې وايي داسې برېښي القاعده د بيا رادبره شويو طالبانو ولکې لاندې بېرته راڅرگندېږي.
رپوټ کې دا هم ويل شوي چې دا يقيني ده چې القاعده د خپل مشرتابه لپاره افغانستان خوندي ځاى بولي.
مجله له ١٩٩٠ م او بيا وروسته کلونو کې د طالبانو او القاعدې ترمنځ نژدې اړيکو ته اشاره کوي او وايي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا رپوټ کې دا هم ويل شوي چې د القاعده غړي په منظم ډول طالبانو ته پوځي او ديني ښوونې کوي.
انډيا توډې ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ څرگندونې راخيستې چې وايي د هند، روسيه او ايران په گډون به ځينې هېوادونه يو مهال اړ شي چې افغانستان کې د ترهگرو پر ضد جگړه وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ټرمپ تېره چهارشنبه ويلي و دا عادلانه نه ده چې هند د امريکا پر تله افغانستان ته له جغرافيوي پلوه ډېره نژدې ده خو هلته د ترهگرو ډلو پر وړاندې جگړه نه کوي.
ښاغلي ټرمپ ويلي و چې پاکستان يې هم گاونډى دى او ترهگرۍ پر وړاندې کمه جگړه کوي خو موږ د ٧٠٠٠ ميله لېري په جگړه کې ښکېل يو.
ټرمپ ويلي د داعش پر وړاندې جگړه په ريکاډ وخت کې کړې او غړي يې ورته له منځه وړي دي، خو نه غواړي ١٩ کاله نور هلته پاتې شي.
ښاغلى ټرمپ وايي په يوه ټاکلي وخت کې به ايران، ترکيه، روسيه، عراق، هند، پاکستان او افغانستان هم اړ وي چې د داعش پر وړاندې خپله جگړه وکړي.
گلف نيوز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې کم عمر د موسيقۍ صنعت لپاره زوړ دى.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورځپاڼه وايي د موسيقۍ صنعت د ځوانانو لوبه ده. په دېرش کلنۍ کې د يوه سندرغاړي د سوداگرييز بري کچه کمېږي.
ورځپاڼه وايي په ٤٠ او يا ٥٠ کلنۍ کې نژدې ناشونې ده چې تاسو موسيقي پيل کړئ؟ ستاسو ځوان انځور دغه صنعت لپاره هرڅه دي.
ورځپاڼه وايي که تاسو د مدونا، شېر يا سلين داين په څېر وتوانېږئ چې دغه ډگر کې ډېر دوام هم وکړئ نو بيا هم اړياست چې د خپل ارزښت د ساتلو لپاره خپل ځان ښه وساتئ.
ليکوال وايي همدې لپاره ډېر هنرمندان خپل اندام يا بدن او څېره ښه ساتي، او په انرژۍ نندارې وړاندې کوي ځکه ځوان برېښېدل د هغو د چارت يا د سندرو د سياليو په سر کې ساتي.
نو که غواړي موسيقي د يوۀ مسلک په توگه پيل کړئ نو تر ټولو ښه عمر ورته د ٢٠ کلنۍ وړاندې دى.








