د قرغیزستان پخوانی ولسمشر د کودتا په دسیسې تورن شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د قرغیزستان د ملي امنیت مشر د دغه هېواد پخوانی ولسمشر الماس بیګ اتامبایوف د کودتا په دسیې تورن کړی.
وړاندې لوی څارنوال په رسمي توګه نوموړی په وژنو، د پراخو نارامیو په سمبالولو او برمته کولو تورن کړی و.
تېره اونۍ ددغه هېواد ځانګړو ځواکونو له پلازمېنې بیشک بهر د نوموړي پر هغه استوګنځي برید وکړ او نوموړی یې ونیو، چې ټینګ امنیت یې نیول شوی و.
په دې عملیاتو کې د ځانګړو ځواکونو یو غړی هم وژل شوی او د اتامبایوف ځینې ساتونکي نیول شوي وو.
په ورته وخت کې ښاغلی اتامبایوف د ډزو د امر ورکولو تور منلی چې په وینا یې، دی یوازې یو ټوپک لري.
نوموړی د فساد په تور پولسو ته د پوښتنو ګروېږنو د ځوابولو لپاره ورنغی او پرې لګول شوي تورونه یې رد کړي وو.
په تېره جون میاشت کې له نوموړي پارلماني مصونیت بېرته واخیستل شو.
د قرغیزستان اوسني ولسمشر سورونبای جینبایوف ویلي وو، ښاغلی اتامبایوف یې یوازې د یوه شاهد په توګه پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښت، خو نوموړي یو "لوی جرم" وکړ.
د تېرې چارشنبې په ورځ ځانګړو ځواکونو د نوموړي پر کور د شپې چاپه ووهله، خو د اتامبایوف ملاتړو په دفاع کې له ځانګړو ځواکونو سره نښته وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters
د قرغیزستان د ملي امنیت کمېتې (جي کې اېن بي) په وینا، "یوازې په پلاستیکي مرمیو" ځانګړو ځواکونو د تېرې چارشنبې په ورځ د پخواني ولسمشر د نیولو په ځانګړو عملیاتو کې ګډون کړی و.
قرغیزستان په ۱۹۹۱ کال د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته رامنځ ته شو چې ډېری (شپږ میلیونه) وګړي ترک ژبي وګړي یې مسلمانان دي.
ښاغلی اتامبایوف د واک له لېږد مخکې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ ولسمشر و.








