د هند پارلمان 'درې طلاقه' جرم بللی

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند پارلمان د دولت یوه داسې لایحه تصویب او مثبت رایې ورکړې چې په هېواد کې د ښځو درې طلاقه پکې جرمي عمل ګڼل شوی دی.
تر دې وروسته به هغو سړیو ته تر درېیو کلونو د بند سزا ورکول کېدای شي چې خپلو ښځو ته درې طلاقه ورکوي.
د تېر کال اسد/زمري میاشت کې د هند عالي دېوان قاضیانو په هېواد کې د مسلمانانو ترمنځ د درېیو طلاقونو ورکول له اساسي قانون سره په ټکر کې بللی و چې باید لغوه شي.
قاضیانو دا رایه وروسته تر هغه ورکړه چې د درېیو طلاقونو د ناقانونه کولو غوښتنو ته د رسېدو دوسیې څېړل کېدې.
د اسلامي قانون له مخې، یو مسلمان ښځې ته د درېیو طلاقونو ورکولو اجازه لري چې د 'طلاق' توری درې ځلې پکې تکرار کړي. ځینې هندي مسلمانو سړیو له دغه دود نه په ګټې اخیستو د لیک، تیلیفوني اړیکې او په پای کې د پیغام استولو له لارې خپلې ښځې طلاقې کړې دي.
یو کال وړاندې د هند عالي دېوان د مسلمانانو منځ کې درې طلاقه ممنوع کړي وو او له دولته یې غوښتي وو چې دا لایحه پارلمان ته یوسي.
ددغې لایحې پلویانو دا د مسلمانو ښځو د ساتنې لپاره د دولت یو ښه ګام بللی و خو مخالفانو یې ویل چې ټاکل شوې سزا درنه ده.
د ښځې درې طلاقه د بېرته ستنېدو د نفي او له هماغه سړي سره د بیا نه واده کولو په معنا دي مګر په هغه حالت کې چې ښځه له یوه بل سړي سره واده وکړي او دا سړی مړ شي او یا طلاق ورکړي.
د هند واکمن ګوند بهاراتیا جاناتا یا بي جې پي ددغې لایحې پلوی و خو د هند کانګرس د دولت مهم مخالف ګوند مخالفت ورسره کړی و.
د عالي شورا خلاف، د دولت لایحه په ۹۹ موافقو رایو او ۸۴ مخالفو رایو د هند پارلمان کې تصویب شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه ټویټ کې دا پېښه د "جنسیتي عدالت بریا" بللې او د تصویبېدو هرکلی یې کړی.
ددغه ګام مخالفانو د مسلمانانو پر وړاندې د ملي هندوپالو یو ګام بللی دی. د هند پارلمان کې یوه مسلمان استازي په یوه ټویټ کې دا لایحه پر اسلامي هویت د بي جې پي ګوند یو بل برید بللی دی.
وړاندې زرګونو مسلمانانو د ښځو د درېیو طلاقونو د ناقانونه کولو په تړاو یوه اوږد لیک لاسلیک کړی و.
په هند کې یوه اسلامي سازمان ویلي وو، د طلاق دا چلن په ډېرېدو دی، خو د ښځو د درېیو طلاقونو دقیقې شمېرې نه شته.











