د عراقي کردستان اربیل ښار کې د ترکیې کونسل وژل شوی

پېښه په حقه باز رستورانت کې شوې چې د اربیل په امپایر سټي سیمه کې موقعیت لري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پېښه په حقه باز رستورانت کې شوې چې د اربیل په امپایر سټي سیمه کې موقعیت لري.

عراقي امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د دغه هېواد کردستان د اربیل ښار په یوه رستورانت کې یو ترکی دیپلومات او یو بل کس په ډزو وژل شوي دي. رپوټونو کې ویل شوي، د ترکیې کونسلګرۍ مرستیال په یاد رستورانت کې ډوډۍ خوړلو ته ناست و، چې ډزې پرې شوې دي.

د دویم وژل شوي کس په اړه ویل کېږي چې ولسي وګړی دی. ترکیې اعلان کړی دی چې د دې برید ځواب به ورکوي. د چارواکو په وینا بریدګر له سیمې تښتېدلي دي او کردي ځواکونو سیمه کلابند کړې ده.

تر اوسه کومې ډلې نه دي ویلي، چې دغه برید یې کړی دی، خو په سیمه کې د ترکیې مخالف کردي جنګیالي فعال دي.

ترک ځواکونه له څه مودې راهیسې پر هغو کردي وسلوالو پرلپسې بریدونه کوي، چې له عراقه فعالیت کوي. په یوه ټویټر پيغام کې د ترک ولسمشر ویاند ابراهیم کالین وايي:

"هغو ته به لازم ځواب ورکړل شي، چې دغه جنایت یې تر سره کړی دی ".

اربیل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، برید په اربیل ښار کې شوی دی

د کردستان د خپلواکۍ لپاره د ترکیې او کردانو ترمنځ وسله واله جګړه په ۱۹۸۴ کال کې پیل شوه. له هغې مودې راهیسې په دې جګړه کې کابو ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

کردي جنګیالي له ترکیې سره پر ګډه پوله په غره ییزو سیمو کې پټېږي او له هماغه ځایه پر ترکي ځواکونو بریدونه کوي. په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ترکي پوځیان وژل شوي دي.

د ترکیې حکومت په بغداد او اربیل کې پر چارواکو تل فشار اچولی چې په دې سیمه کې د فعالو کردي جنګیالیو د بریدونو او فعالیت مخه ونیسي.