امریکا له عراقه خپل 'غیر ضروري کارکوونکي' باسي

د عکس سرچینه، EPA
د عراق ګاونډي ایران او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د تاو تریخوالي له ډېرېدو سره هممهاله د متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت له عراقه خپلو هغو کارکوونکو ته چې 'بېړنۍ اړتیا ورته نه شته ' د وتلو امر کړی دی.
په بغداد کې د سفارت کارکوونکي او دغه راز په اربیل کې د کونسلګرۍ کارکوونکي به څومره چې ژر کېدای شي، د عامه ټرانسپورټي وسایلو له لارې وځي.
د سې شنبې پر ورځ امریکايي پوځ وویل، په سیمه کې کې د ایران د ملاتړ لرونکو ډلو په تړاو د څارګرو ادارو د رپوټونو له مخې منځني ختیځ کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.
دغه څرګندونې د یوه برتانوي جنرال له خبرو سره متضادې دي چې وايي، ګواښونه نه دي ډېر شوي.
د اسلامي دولت نوې ډلې خلاف د نړیوالې ټلوالې مرستیال قومندان کریس ګهیکا خبریالانو ته ویلي، په سوریه او عراق کې د امریکايي ځواکونو او د دوی د متحدینو د خوندیتوب اقدامات 'په بشپړه توګه د ډاډ وړ دي. '
خو د امریکايي پوځي ځواک مرکزي قوماندې ویاند په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د څارګرو ادارو باوري رپوټونو پر بنسټ د ګواښونو مخنیوي اقدامات کېږي:
''او ای ار 'اپریشن انهیرنټ رسالوو ' د تیارسئ لوړې درجې حالت کې دي او موږ عراق کې امریکايي ځواکونو ته متوجه احتمالي حتمي خطرونه له نژدې څارو. ''
د چارشنبې پر ورځ د رویټرز خبري اژانس په يوه رپوټ کې د عراقي امنیتي سرچینو له قوله ویل شوي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې عراق ته خپل سفر کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي و چې د څارګرو ادارو رپوټونه ښيي، د ایران ملاتړ لرونکو وسله والو د امریکايي پوځ اډو ته توغندي برابر کړي دي.
د دغسې یوې سرچینې له قوله ویل شوي:
''د امریکایانو پیغام څرګند و. دوی داسې تضمین غوښت چې د امریکا ګټو خلاف ډلو مخه باید ونیول شي. دوی وایي که د عراق په خاوره کې پر امریکا برید وشي، دوی به له ځانه د دفاع لپاره له بغداد سره له مشورې پرته اقدام وکړي. ''
د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدي وايي، د دوی ځواکونو داسې هیڅ کوم خوځښت نه دی لیدلی، چې 'هیڅ یوه لوري ته ګواښ پېښ کړي. '

د عکس سرچینه، AFP
په عراق کې هغو وسله والو ډلو له داعش سره جګړه کې خورا مهم رول درلود چې د ایران له لوري روزل شوې، وسلې ورکړل شوې او مشورې ورکول کېدې. پروسږ کال دغه ډلې رسماً د عراق په امنیتي ځواکونو کې شاملې شوې، خو دوی اوس هم نیمه خپلواک فعالیتونه کوي.
له دوی نه د دوو ډلو ویاند رویټرز ته ویلي، امریکايي ځواکونو ته د ګواښ خبرې د واشنګټن 'رواني جګړه ' ده. امریکا په ایران کې دیپلوماتیک ماموریت نه لري او د سویټزرلنډ سفارت په دغه هېواد کې د امریکا ګټو استازولي کوي.








