د امریکا ولسي جرګې د ټرمپ 'تعصب نه ډکې خبرې' وغندلې

د عکس سرچینه، AFP/GETTY
د امریکا د کانګرس څلورو ښځینه غړو په اړه د دې هېواد د تندو څرګندونو وروسته، د امریکا ولسي جرګې په یوې سمبولیکه رایه اچونه د ډونلډ ټرمپ "توکم پالې" څرګندونې محکومې کړې دي.
د امریکا د کانګرس څلورو ښځینه غړو 'الکسندریا اوکازیو کورټز، ایلهان عمر، ایانا پرسلي او رشیده طلیب' د ټرمپ پر هغه ټویټ نیوکه کړې چې وايي دا ښځې دې له امریکا ووځي. دوی وايي ټرمپ د عمومي افکارو ګډوډولو په هڅه کې دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ درې ورځې وړاندې په یوه ټویټ کې د دیموکرات ګوند دغو څلورو مخکښو ښځینه وکیلانو ته لیکلي وو، خپلو هېوادونو ته دې ستنې شي او د خپلو فاسدو هېوادونو اصلاح کولو ته یې دوام ورکړي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ یوځل بیا وویل چې دغه وکیلانې له امریکا نه وتلی شي.
د ټرمپ پر دغو خبرو نیوکې شوې او له تعصب ډکې بلل شوې دي.
د امریکا د ولسي جرګې دغه پریکړه لیک چې د ټرمپ خبرې یې محکوم کړې د ۱۸۷ رایې پروړاندې په ۲۴۰ رایو تصویب کړی.
خو ولسمشر ټرمپ له خپلو څرګندونو دفاع کې ویلي: "زه په خپل بدن کې د تعصب یو هډوکی ان نه لرم".

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د ډیموکراټانو ټولو استازو او د جمهوري غوښتونکو څلورو غړو پریکړه لیک ته مثبته رایه کارولې.
له دې رایه اچونې وړاندې د امریکا په ولسي جرګه کې دا توده موضوع وه. د ډیموکراټانو مخکښ استازي جان لوییس ویلي: "د دولت لوړه کچه کې نباید د توکم پالنې لپاره ځای وي." په مقابل کې د جمهوري غوښتونکو استازي ډن میوزر بیا دا "مسخره تورونه" وبلل.








