پر ټرمپ د امریکا کانګرس څلورو ښځینه غړو نیوکه

دغو ښځینه استازو په يوه خبري کنفرانس کې وویل، د ولسمشر د خبرو پر ځای باید د هغه سیاستونو ته پام وشي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دغو ښځینه استازو په يوه خبري کنفرانس کې وویل، د ولسمشر د خبرو پر ځای باید د هغه سیاستونو ته پام وشي.

د امریکا د کانګرس څلورو ښځینه غړو 'الکسندریا اوکازیو کورټز، ایلهان عمر، ایانا پرسلي او رشیده طلیب' د ټرمپ پر هغه ټویټ نیوکه کړې چې وايي دا ښځې دې له امریکا ووځي. دوی وايي ټرمپ د عمومي افکارو ګډوډولو په هڅه کې دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د دیموکرات دغو څلورو مخکښو ښځینه وکیلانو ته لیکلي وو، خپلو هېوادونو ته دې ستنې شي او د خپلو فاسدو هېوادونو اصلاح کولو ته یې دوام ورکړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ یوځل بیا وویل چې دغه وکیلانې له امریکا نه وتلی شي.

د ټرمپ پر دغو خبرو نیوکې شوې او له تعصب ډکې بلل شوې دي.

له دغو ښځو درې یې د امریکا دي او همالته زیږېدلې دي، خو ایلهان عمر په کوچنیوالي کې امریکا ته کډه شوې وه.

دغو څلورسره ښځو په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال د امریکا کانګرس ته لار ومونده او په ټینګ هوډ یې د خپل ګوند په پلوۍ کانګرس ته د ټرمپ د توندو څرګندونو له کبله د هغه د استیضاحولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ له خپلو خبرو دفاع وکړه او توکمپالنه یې رد کړه.

د ویډیو تشریح، ایلهان عمر په یوه خبري ناسته کې د ټرمپ پر څرګندونو نیوکه وکړه

ترمپ وویل: "یوازېنی کار چې دوی کولی شي هغه شکایت کول دي. دوی داسې کسانې دي چې زموږ له هېواده کرکه لري. زما په اند، دوی سخته کرکه لري".

ټرمپ همداشان دغه وکیلانې - چې دوې یې مسلمانانې دي - تورنې کړې چې د القاعدې په ګډون دوی د امریکا دښمنان خوښوي او له اسراییلو سره دوښمني کوي.

دغو ښځینه استازو په يوه خبري کنفرانس کې وویل، د ولسمشر د خبرو پر ځای باید د هغه سیاستونو ته پام وشي.

څلورو واړو وکیلانو ټینګار کړی ې د عمومي روغتتیا، په وسلو سره تاوتریخوالي او د مکسیکو پولې ته څېرمه د کډوالو کمپونو کې د کډوالو نیولو په څېر مهمو مسلو ته باید پام وشي.

افریقا الاصله وکیلې ایانا پرسلي ویلي: "دا ددغه دولت د فاسد کلتور په مټ د عمومي افکارو د اړولو لپاره بې رحمانه ګډوډي جوړول دي".

غبرګونونه

د ټرمپ پر دې څرګندونو توند غبرګونونه ښودل شوي، په تېره بیا دیموکراتانو ډېرې نیوکې پرې کړې دي.

ټرمپ په کومپلانې تورن شوی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ټرمپ په کومپلانې تورن شوی

په سنا کې د دیموکراتانو مشرې نانسي پلوسي د دوشنبې په ورځ خبرپاڼه کې وویل، د ټرمپ د خبرو غندلو د پرېکړه لیک لپاره یې خاکه چمتو کړې ده.

د سناتور میت رامني په څېر ځینو جمهوریپالو هم د ټرمپ پر دې څرګندونو نیوکه کړې ده.

نوموړي د ټرمپ دا څرګندونې ویجاړوونکی او بې اتفاقي اچوونکې بللې دي.

سناتور لینزي ګرېهام، چې ټرمپ ته نژدې سړی دی، دغه ښځینه وکیلانې کمونیستې او د امریکا مخالفې بللې دي، خو له ټرمپ یې غوښتي چې د شخصي بریدونو پرځای پر دیموکرات ګوند برید وکړي.