د امریکا د لسي جرګې مشرې له ټرمپ وغوښتل چې پارلمان ته ور نه شي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي د دغه هېواد له ولسمشر وغوښتل چې د حکومت د رخصتیو د دوام او د کلنۍ وینا د امنیت خوندیتوب په سر د ستونزو له امله کانګرېس ته ور نه شي.
اوس به دا غونډه بل وخت ته ځنډېږي یا به ډونلډ ټرمپ خپله لیکلې وینا کانګرېس ته استوی او خپله به نه ځي.
مېرمن نانسي پلوسي- جې د ډیموکراټ ګوند غړې او تېره میاشت یې دا څوکۍ ګټلې- په امریکا کې له ولسمشر او د هغه له مرستیال وروسته د واک له پلوه دریم ځای لري.
هغې د چارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د لیک استولو سره دا غوښتنه وکړه.
ټاکلې چې ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په ۲۹ کانګرېس( د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو) ته خپله کلنۍ وینا کې د روان کال لپاره خپل پروګرامونه روښان کړي.
دا وینا د امریکا ډېری تلوېزوني چینلونه په دودیز ډول ژوندۍ خپروي، د امریکا د ولسمشرانو یوه مهمه کلنۍ وینا بلل کېږي او ډېر لیدونکی تلوېزوني پروګرام دی.
په ورته مهال داسې ښکاري چې مېرمن پلوسي د فدرالي حکومت د رخصتیو منځ کې د وینا لپاره د امنیتي اندېښنو په وړاندې کولو سره غواړي چې سیاسي شطرنج ولوبوي.
د کورني امنیت د وزارت او د پټو پولیسو په ګډون د دغه هېواد د حکومت ځینې برخې د کارمنانو د تنخا نه ور کولو له امله د ۲۲ ډیسمبر له رخصتیو راهیسې ځنډول شوې دي.
دا رخصتۍ چې تاریخي ریکارډ یا یوې میاشتې ته نږدې کېږي له مکسیکو سره د سرحدي دېوال د جوړولو لپاره د ډونلد ټرمپ د غوښتې بودیجې له امله دي.
ولسمشر ټرمپ په ټینګار سره له پارلمان غواړي چې د دغه دېوال لپاره پنځه میلیارد او اوه سوه میلوین ډالر ورته منظور کړي او زیاتوي هیڅ داسې مسوده یا لایحه به لاسیک نه کړي چې دې غوښتنې ته پکې پام نه وي شوی .
په مقابل کې ډیموکراټان- چې اوس ولسي جرګه کې اکثریت دي- دا دېوال بې ضرورته او د امریکايي ارزښتونو خلاف بولي.
دوی دا هم وايي، چې کار ته د نږدې اتو لکو کارمنانو د ستنولو لپاره د بودیجې نورو مادو تصویبولو ته حاضر دي او له هغه وروسته به له جمهوریپالو سره د کورني امنیت او پوله ساتنې پر بودیجه خبرې وکړي.
خو ډونلډ ټرمپ د ډیموکراټانو دا نظر نه مني او له امله یې څلورمه اونۍ ده چې فدرالي حکومت رخصت دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
مېرمن پلوسي د دې جنجال کارولو سره د چارشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې ښاغلی ټرمپ دې کانګرېس ته د تللو په ځای- چې د هغې په خبره، امنیتي تدابیرو او خوندیتوب عملیاتو ته اړتیا لري- خپله کلنۍ وینا له خپل کاري دفتر وړاندې کړي.
ښاغلي ټرمپ او سپینې ماڼۍ تراوسه دې لیک ته ځواب نه دی ویلی، خو د کورني امنیت وزیرې کرېسټین نېلسن- چې د دې په مشرۍ وزارت هم د بودیجې د جنجال له امله ځنډېدلی- خپل ټوېټر کې لیکلي:
"د امریکا پټه اداره او د کورني امنیت وزارت په پارلمان کې د ولسمشر د وینا امنیت خوندي کولو ته پوره تیار دی".
تېره یوه پېړۍ کې د امریکا کانګرېس کې د ولسمشرانو لومړنۍ کلنۍ وینا ډېره مهمه ده او ډېری ولسمشرانو په نوي کال کې د خپل حکومت له پروګرامونو سره د عامه فکرونو د ملګري کولو لپاره له دې وینا ګټه اخیستې.
له دې سره د امریکا تاریخ کې دې ادارې ته د ولسمشرانو د مهمو موضوعاتو د سرټکو لیکلې بڼه استول هم مخینه لري.
د امریکا د سندونو ملي مرکز په خبره، د دغه هېواد دریم ولسمشر توماس جېفرسن خپل پام وړ مطالب په لیکلې بڼه کانګرېس ته استول.
دا حالت تر ۱۹۱۳ کال روان و، خو ووډرو وېلسن ولسمشرۍ کې پرېکړه وکړه چې خپله کانګرېس ته لاړ شي او د ولسي او مشرانو جرګې غړو ته وینا وکړي.
له هغه وروسته له څو ناویاتو یا نادرو پېښو پرته د امریکا ټول ولسمشران د خپلو کلنیو پروګرامونو د روښانولو لپاره د کانګرېس له ټریبون کار اخلي.
دې ناسته کې- چې له تلوېزون ژوندۍ خپرېږي- د ولسي جرګې ټول غړي او د مشرانو جرګې واړه سناتوران وي او د سترې محکمې لوی قاضي(قاضي القضات) او د پوځ مهم قومندانان ځانګړي مېلمانه وي.









