سپينه ماڼۍ: ولسمشر ټرمپ د روسیې جاسوس نه دی

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

سپینې ماڼۍ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه رپوټ غندلی چې وايي، د امریکا څارګرې ادارې ایف بي ای د روسیې لپاره د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پټ کار معلومولو په تړاو څېړنه پیل کړې وه.

د ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي وو، امنیتي ادارو سره ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال داسې اندېښنه پیدا شوه چې ولسمشر ټرمپ د ایف بي ای مشر جیمز کومې له دندې لېرې کړ.

رپوټ کې زیاته شوې څېړنه کې پر دې غور شوی و، چې ایا ولسمشر ټرمپ خو د امریکا ملي امنیت ته یو ګواښ نه دی.

بل لور ته ولسمشر ټرمپ وايي، د داسې کومې څېړنې لپاره هېڅ سبب او ثبوت نه و. د سپینې ماڼۍ رسنیو برخې سکرترې سارا هیوکابي دغه څرګندونې د خندا وړ بللې:

د پخواني ولسمشر اوباما برعکس چې روسيه او نورو بهرني سلاکاران یې پرې ایښي و، چې امریکا یوه بل لور ته ټېل وهي، ولسمشر ټرمپ له روسیې ډېر سخت دی.

۲۰۱۶ کال کې د امریکا یو شمېر څارګرې ادارې په دې باور وو، چې روسیې د ولسمشر ټرمپ پرمختګ او د هغه ټاکنیزې سیالې هیلري کلنټن ځپلو لپاره انټرنیټي بریدونه کړي او پر خواله رسنیو یې جعلي خبرونه خپاره کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ورځپاڼه وايي د همدې رپوټونو پر بنسټ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې احتمالي لاسوهونو لپاره د مولر څېړنې په نامه استخباراتي پلټنه شوې وه.

ښاغلي ټرمپ له روسیې سره هر ډول ښکېلتیا په سختۍ رد کړه او د مولر په نامه پلټنه یې تاریخ کې د توهماتو تر ټولو لوی تعقیب وباله.