ټرمپ پر ایران د برید امر وکړ، خو بېرته پښېمانه شو

امریکايي خبري رسنۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د پوځي او انتقامي بریدونو د توجیه کولو له موافقې وروسته بېرته پښېمانه شوی دی.

"نیویارک ټایمز" ورځپاڼې د سپینې مانۍ د جګپوړو چارواکو له خولې ویلي، د ځینو موخو لپاره پر ایران د برید پلان نیول شوی و.

تر اوسه سپینې ماڼۍ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کېږي، چې ایران د امریکا یوه جاسوسي ډرون الوتکه وویشته. تهران ادعا کوي چې دا بې پیلوټه امریکايي الوتکه یې د ایران هوايي حریم ته تر ننوتلو وروسته د پنجشنبې په ګهیځ وویشته، خو امریکا وايي، الوتکه یې د نړیوالو اوبو په هوايي حریم کې ویشتل شوې ده.

د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه، چې امریکا په سیمه کې د تېلو د ټانکرو الوځولو مسؤولیت پر ایران واچاوه.

نیویارک ټایمز په لومړي رپوټ کې ویلي پر ایران د برید پلان د پنجشنبې په شپه په واشنګټن کې جوړ شوی و.

سرچینه زیاتوي، د امریکا پوځ او دیپلوماتان لاهم د برید د هوکړه شوي پلان اټکل کوي چې ګني امریکا به د ایران رادار او توغندي په نښه کړي.

نیویارک ټایمز د نوم نه ښودلو په شرط د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له خولې ویلي: "په هوا کې الوتکې او په اوبو کې بېړۍ چمتو دي، خو کله چې دا خبرې وشوې، هېڅ توغندی ونه ویشتل شو".

د ایران پر هوايي حریم د امریکا د مسافر وړونکو الوتکو د تېرېدو بندیز

د امریکا هوايي چلن فدرالي ادارې په یوه بېړني فرمان کې د ایران، فارس خلیج او هرمز تنګي پر اسمان د امریکا د مسافر وړونکو الوتکو د نه تېرېدو امری کړی.

دا ګام هرمز تنګي ته څېرمه د ایران له خوا د یوې امریکايي ډرون الوتکې تر ویشتلو او پوځي ترینګلتیا له ډېرېدو وروسته اخیستل شوی.

د امریکا د هوايي چلن ادارې د اعلان له مخې، د دغې ډرون د ویشتل کېدو پرمهال د پېښې له سیمې ۸۳ کیلومتره لیرې د امریکا یوه مسافر وړونکې الوتکه هم د تېرېدو په حال کې وه.

دغه اداره وايي، د دې ګام اخیستو لامل د لانجمن هوايي حریم سیمو ته څېرمه د پوځي ترینګلتیا د ډېرېدو له کبله و.

ددغه فرمان له صادرولو مخکې، د امریکا یونایټېډ ایرلاینز هوايي شرکت د هند ممبۍ هم خپلې الوتنې لغوه کړې، ځکه چې د ایران له هوايي حریم نه تېرېدې.

ایران د امریکايي ډرون (ګلوبل هاک) ډوله الوتکې د الوتنې د تګلوري د یوې نخچې په خپرولو سره ویلي، دا الوتکه یې د ایران په هوايي حریم کې ویشتلې ده.

خو د امریکا د دفاع وزارت د دغه ډرون د ویشتلو د سیمې د یوې نخچې په خپرولو سره ویلي، دا برید د نړیوالو اوبو پر سر شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د کانګرس جمهوریپال او دیموکرات مشرانو سره ناسته لرله.

دیموکراتانو د ایران پرضد د هر ډول پوځي ګام اخیستو لپاره د کانګرس د جواز صادرولو پر اړتیا ټینګار درلود، خو ځینو جمهوریپالو مشرانو بیا د محدود او حساب شوي بالمثل پوځي ګام اخیستو غوښتنه کوله.

د ۲۰۱۴ جولای میاشت کې اېم اېچ ۱۷ شمېره مالیزیايي الوتنه کې د اوکراین پرسر الوتکه په توغندي وویشتل شوه چې ټوله ۲۹۸ سپرلۍ یې ووژل شوه.

د ۱۹۸۸ کال جولای میاشت کې د ایران یوه اړونده مسافر وړونکې الوتکه د فارس خلیج پر هوايي حریم د امریکا سمندري ځواکونو وویشته چې ۲۹۰ سپرلۍ پکې ووژل شوې.