تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډونلډ ټرمپ وايي، 'ایران ډېره لویه تېروتنه کړې'
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د امریکايي څارګرې ډرون غورځولو سره 'ایران ډېره لویه تېروتنه کړې. ' متحده ایالات وايي، برید په نړیوال هوايي حریم کې شوی او دوی یې هیڅ تمه نه کوله، خو ایراني چارواکي ادعا کوي دغه بې پیلوټه الوتکه د دوی هوايي حریم ته ننوتې وه.
بل لور ته رویټرز خبري اژانس ته امریکايي سرچینو ویلي، د امریکا سمندري ځواک کښتیو د هغه ډرون پاتې شوني ټول کړي چې په وینا یې نړیوالو اوبو کې غورځېدلي وو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، ملګرو ملتونو ته به شکایت وکړي چې 'امریکا زموږ پر خاوره تېری کړی. '
بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین خبرداری ورکړی، 'د امریکا او ایران تر منځ جګړه به یوه فاجعه وي، چې د پایلو هېڅ وړاندوینه یې نه شي کېدای. '
له دې مخکې د ایران رسنیو د سپاه پاسداران ځواکونو په حواله رپوټ ورکړ چې نن (پنجشنبه، غبرګولي ۳۰) ایران د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او غورځولې ده.
وروسته امریکايي پوځ تایید کړه چې د دغه هېواد د سمندري ځواک یوه بې پیلوټه الوتکه چې په نړیوال هوايي حریم کې الوت کاوه، ایراني ځواکونو له ځمکې په هوا کې د ګوزار کونکي توغندي په وسیله ویشتلې او غورځېدلې ده، خو دوی د ایران هغه ادعا دورغ وبلله چې وايي، دغه الوتکه د ایران هوايي حریم ته ننوتلې وه.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي چې دا الوتکه ګلوبل هاک ډوله ده او د سپاه هوايي ځواکونو په هرمزګان ولایت کې غورځولې ده. دا ولایت هرمز تنګي ته څېرمه موقعیت لري.
ایسنا خبري اژانس د سپاه په حواله لیکلي: "د سهار په لومړیو ساعتونو کې د امریکا یوه جاسوسه الوتکه ګلوبل هاک د ایران اسلامي جمهوريت پر خاوره له تیري وروسته د هرمزګان د کوه مبارک غره ته مخامخ سیمه کې د سپاه د هوايي ځواک لخوا په نښه او غورځول شوې ده."
دا پېښه وروسته له هغه رامنځ ته شوې چې څو ورځې وړاندې د هرمز تنګي کې پر دوه تیل لېږدونکو بېړیو برید وشو چې امریکا د برید تور پر ایران پورې کړ، خو تهران دا تور رد کړ.
دا خبر لومړی د فارس خبري اژانس چې سپاه ته نژدې رسنۍ ده، خپور کړی و.
درې ورځې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي و چې ایران د امریکا پر یوه بې پیلوټه الوتکه د توغندي برید کړی و خو په غورځولو یې بریالی شوی نه و.
دا الوتکه د عمان سمندرګي په اوږدو کې په نښه شوې وه.
امریکا ویلي و دغې الوتکې هغې کښتۍ څارله چې تېره پنجشبنه پرې برید شوی و.