ملګري ملتونه: د مرسي د مړینې په اړه دې 'خپلواکه پلټنه' وشي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړینې پر څرنګوالي د 'خپلواکو څېړنو' غوښتنه کړې ده.

دې کمیسیون ویلي، د زندان پرمهال د هغه د ساتنې ټول اړخونه او درملنه دې وڅېړل شي.

د دوشنبې ناوخته (غبرګولی ۲۷) د مصر دولتي تلویزیون اعلان وکړ چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محکمې په جریان کې مړ شوی دی.

محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو یو کال وروسته عبدالفتاح السیسي پرې کودتا وکړه او له واکه یې لېرې کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون ویاند رابرټ کولفیل ویلي: "په زندان کې هره مړینه باید د یوې خپلواکې ادارې لخوا ژر تر ژره، بې پرې، بشپړه او په شفاف ډول وڅېړل شي."

ده ویلي، د مرسي د روغتیاپالنې، وکیل او کورنۍ ته د لاسرسي په ګډون د هغه د توقیف په اړه اندېښنې شته.

نوموړي زیاته کړې: "ښکاري هغه په انفرادي ډول د اوږدې مودې لپاره زنداني و. هغه ویلي باید په څېړنه کې د هغه د معاملې ټول اړخونه شامل وي چې وښيي د هغه زندان د نوموړي پر مړینه څه اغېز درلود."

محمد مرسي خاورو ته وسپارل شو

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي تېره ورځ خاورو ته سپارل شوی.

د نوموړي مدافع وکیل اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي، د ښاغلي مرسي مړی د سې شنبې پر ورځ ګهیځ وختي داسې حال کې د قاهرې ختیځ کې خاورو ته سپارل شوی، چې یوازې د کورنۍ کسان یې په هدیره کې موجود وو.

۶۷ کلن محمد مرسي له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې له واکه لېرې شو، په توقیف کې و. د بشري حقونو فعالانو چې په توقیف کې د نوموړي ساتلو پر شرایطو یې نیوکې کولې، د هغه د مړینې په تړاو د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې.

د ښاغلي مرسي خپلوانو او فعالانو په زندان کې د نوموړي ګوښي ساتنې پر پرېکړه نیوکې کړې چې په وینا یې له وکیلانو او کورنۍ غړو سره هم د لیدو اجازه نه ورکول کېده.

د ښاغلي مرسي زوی عبدالله محمد مرسي د دوشنبې پر ورځ رویټرز خبري اژانس ته وویل، مصري چارواکو د دوی هغه غوښتنه رد کړه چې په خپل کلي کې یې د ولس له ګډون سره د پلار خښولو لپاره کړې وه.

د اخوان المسلمون تحریک چې اوس پرې بندیز لګېدلی، دغه مهم مشر په ۲۰۱۲ کال کې د خپل هېواد لومړنۍ ولسمشر شو، چې په دیموکراتیکه توګه د خلکو لخوا ټاکل شوی و.

له واکه د ښاغلي مرسي له ګوښه کولو وروسته مصري چارواکو د هغه پلویانو نیولو لړۍ پیل کړه او لسګونه زره کسان زندانیان شول.

اخوان المسلمون تنظیم او د ښاغلي مرسي نژدې اتحادي ترک ولسمشر رجب طیب اردوګان اوس د هغه د مړینې پړه پر مصري مشرتابه وراچوي.

مرسي څه ډول مړ شو؟

محمد مرسي د دوشنبې پر ورځ قاهره کې یوې محکمې ته له سخت دریځي حماس تنظیم سره د مشکوکو اړیکو او جاسوسۍ په تور د سپیناوي لپاره وړاندې شو.

ښاغلی مرسي په محکمه کې په یوه ښیښه يي پنجره کې له نورو تورنو کسانو سره ناست و.

د چارواکو په وینا له نوموړي وغوښتل شول چې محکمې ته سپیناوی وکړي او هغه تر پنځو دقیقو پورې خبرې وکړې.

څو دقیقې وروسته چې د محاکمې بهیر کې یوه وقفه راغله، په ظاهره ښاغلي مرسي ضعف وکړ. د مصر څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې وویل شول:

''نوموړی روغتون ته ولېږدول شو او هلته ډاکټرانو وویل، چې ساه یې ورکړې. ''

چارواکي وايي، د عدلي طب په رپوټ کې د نوموړي پر بدن د کوم ټپ نښې نښانې نه دي لیدل شوې.

له دې مخکې دولتي ټلویزیون د زړه حمله د محمد مرسي د مړینې سبب بللی و. ښاغلی مرسي ته له دې مخکې نورو قضیو کې د لسګونه کلونو زندان سزا ورکړل شوې وه. په یوه قضیه کې نوموړې ته د اعدام سزا هم ورکړل شوې وه، چې وروسته لغو شوه.