تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محاکمې پر مهال ومړ
د مصر دولتي تلویزیون اعلان کړی چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي د محکمې په جریان کې مړ شوی دی. محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال په جون میاشت کې د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو یو کال وروسته عبدالفتاح السیسي پرې کودتا وکړه او له واکه یې لېرې کړ.
د رویټرز خبري آژانس هم نن دوشنبه د جون پر ۱۷ مه نېټه د مصر د دولتي ټلويزیون د اعلان پربنسټ د ښاغلي مرسي د مړینې خبر ورکړ.
ښاغلی مرسي ۶۷ کلن و. له واکه تر لېرې کېدو وروسته پر نوموړي د جاسوسۍ او خیانت تور ولګېد او زنداني شو، چې تر اوس یې قضیه په محکمه کې روانه وه.
هغه په دې هم تورن و چې په ۲۰۱۲ کال کې ولسمشرۍ ټاکنو ته یې غوښتنلیک کې ناسم معلومات ورکړي ول. دی پر دې هم محاکمه کېده چې د ادعاوو له مخې په ۲۰۱۲ کال یې له ولسمشرۍ ماڼۍ بهر د لاریون کوونکو وژنه پارولې وه.
رپوټونه وايي چې نوموړي د محکمې په جریان کې لومړی ضعف کړی او بیا وروسته یې ساه ورکړې ده.
ښاغلی مرسي د اخوان المسلمین له مشرانو او په ډيموکراټيک ډول د مصر لومړی ټاکل شوی ولسمشر و، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې د واکمنۍ پر وړاندې له پراخو لاريونو وروسته د مصر پوځ له دندې ګوښه کړ.
مصريان څه د پاسه دری لسيزې تر بيړني حالت لاندې، چې امنيتي ځواکونو ته لا ډېر واک ورکوي، اوسېدلي تر هغه چې ولسمشر حسنی مبارک د ۲۰۱۱ کال فبرورۍ کې د پراخو احتجاجونو پايله کې واک پرېښودو ته اړی کړای شو.
محمد مرسي د ۲۰۱۲ کال د جون میاشتې په ۳۰ نېټه ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته مصر کې د یوه مذهبي ګوند اړوند لومړنی ولسمشر وټاکل شو.
د نوموړي د واکمنۍ یوه کلنه موده د سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي کمزورۍ ښکار وه.