تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر د مخکیني ولسمشر محمد مرسي د اعدام سزا لغوه شوه
رپوټونه وايي، د مصر سترې محکمې د مصر د مخکیني منتخب ولسمشر محمد مرسي د مرګ سزا لغوه کړې ده.
محمد مرسي په ۲۰۱۱ کال د پاڅون پرمهال د زندان د ماتولو په تور په لومړۍ محکمه کې په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی په ۲۰۱۲ کال د مصر ولسمشر وټاکل شو، خو د واک پرضد یې یو کال وروسته لاریونونو په لړ کې د پوځ له خوا وپرځول شو.
پر مرسي د ترهګرۍ اړوند تورونه هم ولګول شول او په عمري بند محکوم شو.
د مصر د عالي دېوان د ننني حکم پربنسټ، ښاغلی مرسي یوځل بیا له زندانه د تېښتې په تور محاکمه کېږي.
ښاغلی مرسي د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ میاشت کې د وادي النظرون له زندانه وتښتېد او له بهرنیو اورپکو سره له زندان نه د تېښتې په همکارۍ هم تورن شو.
مرسي د اخوان المسلمین ګوند غړی دی.
محکمې د اخوان المسلمین ګوند د پنځو نورو مشرانو د اعدام سزا هم لغوه کړه. په دوی کې د دغه ګوند لارښود او مشر محمد بدیع هم دی.
د یوویشتو نورو غړو د اعدام سزا هم لغوه شوې ده.
د روان کال په پیل کې د مرسي د اعدام سزا د مصر د قضايي ارګانونو د مشر او لوی مفتي شوقي ابراهیم علام له خوا تایید شوی و.