عمان خلیج کې برید؛ سعودي د چټک او غوڅ ځواب غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، FREDERICK A TERRY/ARTJOM LOFITSKI
د ایران او امریکا ترمنځ د روانې ترینګلتیا او په تېره پر دوه تېل لېږدوونکو بېړیو د بمي برید په پایله کې د سعودي عربستان ولیعهد پر ایران سختې نیوکې کړي او دغه هېواد یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل بللی.
محمد بن سلمان له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي هېواد یې جګړه نه غواړي خو که د سعودي عربستان خلکو، حاکمیت او ګټو ته کوم ګواښ رامنځته کیږي نو په وړاندې به یې دریغ ونکړي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان چې ددغه هېواد ددفاع وزیر هم دی د سعودي پر هوايي ډګر او په خلیج کې پر بیړیو وروستیو بریدونو دا وښودله چې له نړیوالې ټولنې د ایران په وړاندې د غوڅ دریځ خپلولو غوښتنه څومره ارزښت لري.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفالح غوښتنه کړې چې په عمان خلیج کې پر بېړیو برید ته دې چټک او غوڅ ځواب وویل شي.
هغه ویلي دا ډول بریدونه د تیلو لیږد چاره او د انرژۍ بازار کې ټیکاو ګواښي.
ایران د ا مریکا او سعودي عربستان له خوا لګیدلي تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د تیلو پر لیږدوونکو بیړیو وروستیو بریدونو کې لاس نه لري.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د برتانیا سفیر احضار کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي سفیر ته یې د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر جرمي هانټ د هغو څرګندونو په اړه اعتراض وړاندې کړ چې خلیج پر بیړیو بریدونو کې د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک د لاس لرلو په اړه یې کړي دي.
خو د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي سفیر یې احضار شوی نه بلکې په یوه غونډه کې ایراني چارواکو هغه ته خپل ناخوښي څرګنده کړې ده.
وړمه ورځ د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي و نژدې په ډاډ سره ویلي شي د ایران انقلاب ساتونکي ځواک په عمان خلیج کې پر بېړیو برید کې لاس درلود.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اماراتو کې پر بیړیو برید ته هم ایران سره تړاو ورکړی و.

د عکس سرچینه، Reuters
په سیمه کې وضعیت لا هم ترینګلی ښکاري، همدې ترینګلتیا د تیلو لیږدوونکو بیړیو مالکان اړ کړي چې سیمې ته د خپلو بیړیو له استولو ډډه وکړي.
د سمندري ترانسپورټ د بالتیک نړیوالې شورا د امنیت څانګې مسؤل یاکوب لارسین بي بي سي ته ویلي د بیړیو مالکا وضعیت له نږدې څاري.
"ځینو شرکتونو خپلې بیړۍ سیمې ته له تګ را ګرځولي. خو ځینې نور شرکتونه په سیمه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي. نه پوهېږم چې ددې شرکتونو شمیر به څومره وي. خو په دې خبر یم چې ټول په تېره د تیلو لیږدوونکو بېړیو مالکان وضعیت له ډیر نږدې څاري. دوی غواړي پوه شي چې وضعیت کوم لوري ته روان دی."
پر بیړیو د وروستي برید په پایله کې په نړۍ کې د تیلو بیه څلور سلنه لوړه شوې ده.
د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه ډیره شوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته ورسید، له هغه وروسته امریکا له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه له شوې هوکړې ووتله او په ایران یې د اقتصادي بندیزونو کړۍ تر بل هر وخت تنګه کړه.








