په هورمز تنګي کې د لا خرابېدونکي وضعیت په اړه خبرداری

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د سمندري ټرانسپورټ لویې نړیوالې ټولنې په هورمز تنګي کې پر بېړیو له تازه تر سره شوي بریده وروسته په دې سیمه کې د لا خرابېدونکي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. د بیمکو په نامه ټولنې د سمندري امنیت مشر ویلي، که څه هم هلته وسله واله شخړه نه ده شوې، خو ترینګلتیا پکې ډېرې لوړې کچې ته رسېدلې ده.

تېره پنجشنبه هلته پر دوو بېړیو د تر سره شوي برید پړه امریکا پر ایران اچولې، خو تهران دا تور رد کړی دی.

وړاندې د ملګرو ملتو سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش، د دغو بریدونو په اړه د یوې خپلواکې پلټنې د تر سره کېدو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې چې د داسې پلټنو د پيل او ترسره کولو واک یوازې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره دی.

له خبریالانو سره په خبرو کې ښاغلي ګوتېرېش په منځني ختیځ کې د حالاتو د ترینګلتیا له امله اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دغه سیمه یوه بله شخړه نه شي زغملی.

"غواړم ووایم چې د فارس خلیج سیمه کې وروستیو بدلونونو اندېښمن کړی یم. موږ په دې نشر یوو چې حقیقت باید روښانه شي چې ددې بریدونو مسولین څوک دي."

دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې امریکايي حکومت داسې یوه ویډیو خپره کړه چې د ادعا له مخې ایراني ځواکونه د یوې جاپانۍ بېړۍ څخه د یوه ناچاودېدلي ماین راویستلو په حالت کې ښيي.

د ویډیو تشریح، دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې امریکايي حکومت داسې یوه ویډیو خپره کړه چې د ادعا له مخې ایراني ځواکونه د یوې جاپانۍ بېړۍ څخه د یوه ناچاودېدلي ماین راویستلو په حالت کې ښيي.

ایران بیا ویلي چې ځینې عناصر غواړي له لویدېځې نړۍ سره د ددې هېواد اړیکې ترینګلې کړي.

بلخوا امریکايي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ددې هېواد ټلویزیوني شبکې سي ان ان ته ویلي چې ایران سمندري ځواکونو د عمان په خلیج کې د پنج شنبې د ورځې له بریدونو څو ساعته وړاندې د امریکا په یوې بې پېلوټه الوتکې د توغندي ګوزار کړی دی.

خو ویل کیږي دغه توغندي خپله نښه نه ده ویشتلې او په اوبو کې غورځېدلی.

تر اوسه دغه رپوټ د نورو رسنیو او سرچینو لخوا نه دی تایید شوی.