له خطرناک ویروس ډک کمپیوټر پر ۱،۳ میلیون ډالر وپلورل شو

د عکس سرچینه، GUO O DONG
یو لپټاپ کمپیوټر چې شپږ ډوله خطرناک ویروسونه پکې وو، انلاین لیلام کې پر ۱،۳ میلیونه دالره پلورل شوی دی.
دا دوامداره ګډوډۍ په نوم دغه پنځونه (کمپیوټر) د ګوو او ډانګ او د ډیپ اېنسټېنکټ په نوم سایبر سیکوریټي کمپنۍ ګډه پروژه وه.
دا ۱۱ کلن زوړ سامسونګ لاپټاپ چې مالویر (ویروس) لري ناپېژانده کس اخیستی دی.
د لیلام د اصولو له مخې پېرونکی باید تر ۲۴ ساعتونو خپل معلومات او پیسې پلورونکو ته ورکړي.
په دې کمپیوټر کې د نورو ترڅنګ د (ILOVEYOU) ویروس هم شته چې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې خپور شوی و. دې ویروس د بریټانیا د پارلمان او نورو بنسټونو کمپیوټرونو ته هم لاره او اغېز کړی و.
بل ویریوس پکې د (WannaCry) دی چې په ۲۰۱۷ کې یې ګڼ کمپیوټرونه اغېزمن کړي وو.
د بریټانیا د روغتیا وزارت ددې ویروس د خپرېدو له امله ۹۲ میلیونه پونډه لګښت پرې کړی و.




