ټرمپ د عراقي زنداني په وژنه تورن امریکایی سرتېری وبښلو

د عکس سرچینه، DREW ANGERER/GETTY
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه پخواني امریکایي سرتېري ته بشپړه بښنه کړې چې ۲۰۰۹ کال کې د امریکا توقیف کې د یوه عراقي سړي په وژنه تورن شوی و.
لومړی بریدمن میکایل بیهینا ته د عراقي علي منصور وژني په تور د ۲۵ کاله زندان سزا ورکړل شوې وه. پر بیهینا تور و چې له القاعده سره د مشکوکو اړیکو تړاو په تور نیول شوی منصور یې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په ډزو وژلی و.
ښاغلي ټرمپ اوس د ښاغلي بیهینا لپاره چې د جګړې په سیمه کې یې د بې پلانه وژنې جرم له کبله پنځه کاله په زندان کې تېر کړي، د بشپړې بښنې سند لاسلیک کړی دی.
ښاغلی بیهینا چې ۲۰۱۴ کال کې په ضمانت خوشی شوی وايي، له ځانه د دفاع په خاطر یې دغه سړی وژلی دی.
سپینه ماڼۍ کې د رسنیو سکرترې سارا سنډرز له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه بښنه 'له پوځه د پراخ ملاتړ، د اوکلاهاما ټاکل شویو چارواکو او خلکو ' لخوا د ښاغلي بیهینا ملاتړ لپاره چې بند کې 'یو مثالي ' زنداني و، ورکړل شوې ده.
دا د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د ولسمشر ټرمپ له لوري د اتم کس بښل کېدل او د دوو کسانو د سزا بدلون دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د محکمې اسناد ښيي چې ښاغلي بهینیا او ډلګۍ یې پر امریکايي سرتېرو د یوه مخکیني برید په تړاو علي منصور د عراق یوې لرې پرتې دښتې ته بیولی و او د تحقیق بهیر کې یې د هغه پر سر او سینه له ډزو مخکې هغه بربنډ کړی و.
وروسته ښاغلي بیهنا د اوکلاهاما ایالت لوی څارنوال مایک هنټر ملاتړ تر لاسه کړ او ښاغلي هنټر د نوموړي پوځي لپاره د بښنې غوښتنه وکړه او دې لړ کې یې وروستی ځل تېره میاشت اپریل کې د ټرمپ حکومت ته یو غوښتنلیک استولی و.








