د اسامه بن لادن وژل کېدو اته کاله وروسته اوس القاعده په کوم حالت کې ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ذوالفقار علي
- دنده, بي بي سي نيوز
اته کاله وړاندې د القاعدې بنسټ ایښودونکی د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکې ځانګړو ځواکونو وواژه. هغه ډله چې ده یې مشرتابه کاوه د نړۍ د جهادي ګروپونو په سر کې وه، چې زرګونه جنګیالي یې لرل.
په اړه یې دا باور هم و چې د پام وړ مالي ځواک یې لاره. خو د دوی د مشر له مړیني او د داعش له راپیداکېدو سره د القاعدې واک او اغېز تر ډېره را کم شو.
خو دا ډله نن څومره اغېزمنه ده او نړیوال امنیت ته څومره ګواښ پېښولای شي؟
ارامه راڅرګندېدل
څنګه چې په وروستیو کلونو کې داعش سرټکي جوړوي، القاعدې د ورو ورو پاڅېدنې ستراتېژۍ باندې کار روان کړی او له نورو سیمه ییزو ګروپونو سره اړیکي جوړوي.
د امریکې د استخباراتو ملي ادارې په خپل وروستني راپور کې خبرداری ورکړی چې د القاعدې مشران "د شبکې د قومندې نړیواله اډانه قوي کوي او په دوامداره توګه پلویان هڅوي چې د لوېدیځ او امریکې په وړاندې بریدونو ته ادامه ورکړي."

ملګري ملتونه، د نړیوالې ترهګرۍ د خطر په اړه په یوه راپور کې چې سږکال په لومړیو کې خپور شو، ویلي "ښکاري د القادعدې هوډ قوي کېږي ... په ډېرو سیمو کې سخت ځانې او فعاله ثابته شوې، او لا هم دا ارمان ساتي چې په نړیواله کچه مطرح شي."
د سږکال په فبروروۍ میاشت کې، د بریتانیې د استخباراتو مشر، الیکس ینګ، هم د القاعدې د بیا څرګندېدو خبرداری ورکړ.
شبکې او پلویان
د امریکې بې پیلوټه الوتکو بې رحمه عملیاتو کمپاین، د شبکې د مشر وژنه او د "اسلامي دولت" چیلنج القاعده اړایستلې چې نوي تکتیکونه راخپل کړي.
دې وکولای شول چې په بریا سره په افریقا، منځني ختیځ او سویلي اسیا کې د پلویانو یوه شبکه یا "څانګې" رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا پلویان ټولنو کې مدغم ځايي وسله وال ګروپونه دي، او د القاعدې د مشرتابه سره یې بیعت اعلان کړی.
اسلامي دولت ته ناورته، القاعده احتیاط کوي چې ځايي وګړي خپه نه کړي.
د نوي ستراتېژۍ یوه برخه د سیمه ایزو اړیکو جوړل او ټولنیزو پراختیايي پروژو کې ګډون دی.
په ۲۰۱۳ کال کې القاعدې "د جهاد عمومي لارښوونې" خپرې کړې چې اداره کي دننه یې د پام وړ اصلاحات معرفي کړل.
د نورو څیزونو ترڅنګ، دغه سند پر ټولنیزي او نرمي تګلارې ټینګار کوي او جنګیالیو ته لارښوونه کوي چې له داسي رويې ډډه وکړي چې د "غټو بغاوتونو" باعث شي.
د اوکسفورډ د پیمبروک کالج د یوې مشري غړي ډاکټر ایلیزابیت کنډال په خبره: "په ټولنیزو اندېښنو ځان خبرول، لکه اداري فساد او ګوښه کې ساتل، القاعدې په یوه هنر بدل کړی، او په خپله نړیواله ستراتېژي کې ځایوي."
هغه زیاتوي: "پدې ډول، هغوي د اسلامي دولت د لوچکانو برعکس د سیمه ایزو 'ژغورنکو' رول لوبوي او ځانونه د 'نړیوال جهاد اتلان' وړاندې کوي.
د بېلابېلو پلویانو او څانګو له لاري القاعدې خپل بریدونه ورو ورو زیات کړي دي.
د (The Armed Conflict Location & Event Data Project (ACLED د شمېرو په حساب، القاعدې په ۲۰۱۸ کال کي یې د نړۍ په کچه ۳۱۶ بریدونه ترسره کړل.

د القاعدې څانګې:
- په اسلامي مغرب کې القاعده (AQIM) په ۲۰۰۶ کال کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې الجیریايی وسله وال ګروپونه له القاعدې سره یوځای شول. د الجیریايي حکومتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو وروسته هغوی ساحل او لویدیځي افریقاته ګډه شول.
- د عربو په نیمه ټاپو وزمه کې القاعده (AQAP) په 2009 کال کې د سعودي عرب او یمن د جهاد د نړیوالي شبکې د یوځای کېدو پایله ده.
- القاعده د هند په برصغیر کې (AQIS) په افغانستان، پاکستان، هند، میانمار او بنګله دېش کې فعالیتونه لري او د ۲۰۱۴ کال سیپټمر کې جوړه شوه.
- جماعت النصره الاسلام والمسلیمېن (JNIM) د القاعدې پلوۍ اداره ده چې په مالي او لوېدیځه افریقا کې د څو وسله والو ډلو په یوځای کېدو سره جوړه شوه.
- الشباب په سومالیا او ختیځه افریقا کې فعالیت لري او القاعدې سره یې 2012 کال کې بیعت وکړ.
- حیات تحریر الشهم (HTS) د سوریې د یو لړ جهادي ګروپونو ټولګه ده، او د ملګرو ملتونو په باور له القاعدې سره تړاو لري. حیات تحریر الشهم دمګړی د سوریې شمال کې د ادلب ښار په خپله ولکه کې لري.
- القاعده په مصر کې د القاعدې پلوو ګروپونو عبارت ده چې د مصر سانای نیمه ټاپو وزمه کې فعالیتونه لري.
راتلونکی مشر؟
د القاعدې اوسني مشر ایمن الزواهیري د 2015 په یوه وینا کې د بن لادن د نړیوالې ترهګري شبکې "د زمریانو له ځالي" یو نوی ځوان معرفي کړ.
دا ځوان د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لاندی و، چې ډېری یې د القاعدې راتلونکی مشر بولي.
د امریکې متحدو ایالتونو رسما حمزه یو نړیوال ترهګر یاد کړی او د حمزه په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کي یې تر یوه میلیون ډالرو جایزې وړاندیز کړی.

د عکس سرچینه، AFP
القاعدې پلوو ویبپاڼې دا ۳۰ کلن ځوان د یوه نوي ستوري په توګه مطرح کوي، هغه څوک چې ددوي په هیله به نوي جهادي ځوانانو ته الهام او ګروپ به را ژوندی کړي.
په وروستیو کلونو کې حمزه صوتي او ویډیويي پیغامونه خپاره کړي او پر پلویانو یې غږ کړی چې د هغه د پلار د وژنې په غچ پر امریکې او متحدینو بریدونه وکړي.
د بریتانیې د نړیوالو چارو شاهي پوهنتون، چټم هاوس، د منځني ختیڅ او شمالي افریقا د څانګې مشرې لیندا خطیب په باور "د اسلامي خلافت زوال د القاعدې شبکې دې ته وهڅولې چې خپلو عملیاتو کې ستراتېژیک او فکرمند وشي."
اغلې خطیب وايي: "القاعده اوس یوه ستراتېژيک مشر ته سخته اړتیا لري. دا وضیعت حمزه بن لادن سره مرسته کوي چې ملاتړي ډېر کړي او د القاعدې د مشر په توګه د خپل پلار ځای ونیسي."










