له چینايي نارینه وو سره د پاکستانیو نجونو ودونو ته اندېښنې

د عکس سرچینه، AFP
د بشري حقونو څار نړيوالي ادارې په یوه تازه رپوټ کې چین ته د پاکستانیو نجونو پر قاچاق اندېښنه څرګنده شوې. رپوټ کې ویل شوي پاکستان کې دغه راز پېښې د اسیا پنځو نورو هېوادونو پېښو ته ورته دي.
بل لور ته پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وايي، له تېر یوه کال راهیسې د پاکستان پنجاب ایالت ته چینايي نارینه د واده لپاره ورځي او ځايي نجونې له ځان سره بیايي.
فعالان وايي دغه نجونې اصلاً د ناوې په څېر نه بیول کېږي، بلکې د ادعا له مخې دا په نړیواله کچه د بدلمنۍ یو کاروبار دی.
د لاهور یو مدني فعال سلیم اقبال وايي:
''ما تر اوسه پولیسو او نورو اړوندو ادارو ته د دغې موضوع په اړه معلومات ورکړي دي، خو اوس چې له مسلمانو نجونو سره هم دغه ډول پېښې وشوې، له هغه وروسته د دغو پېښو مخنیوي لپاره فعالیتونه پیل شوي دي. ''
سلیم وايي، د ګوجرانواله سیمه کې د چینايي هلکانو لپاره د واده لټون په تړاو اعلانونه خپاره شول:
''ځینو پېښو کې د نجونو خپل خپلوان پوه شول، خپلې لوڼې یې بېرته وغوښتې، خو د ډېرو بیوزله خلکو له لوڼو سره د درې یا څلور سوه زره روپیو بدل کې ودونه وشول. ''
د سلیم په خبره د لاهور، ګجرانواله او فیصل اباد سیمو کې داسې نژدې ۷۰۰ ودونه شوي دي، چې په وینا یې ډېری واده شوې نجونې عیسوي مذهبه دي.

د عکس سرچینه، .
په ځايي رسنیو کې د دغې موضوع په تړاو د یوې مسلمانې نجلۍ واده کېدو له پېښې وروسته سخت غبرګونونه ولیدل شول او یوه مذهبي ګوند هم سختې نیوکې وکړې.
د فیصل اباد سیمې یوې ۱۹ کلنې نجلۍ د بي بي سي خبریالې سحر بلوچ ته وویل، له چینايي نارینه سره له واده مخکې ورته ویل شوي وو، چې دغه سړی عیسوي مذهبه دی، خو په وینا یې وروسته معلومه شوه، چې دروغ ورته ویل شوي.
نوموړې وايي، په لاهور کې د اسنادو له چمتو کېدو مخکې له نورو دغسې نجونو سره ساتل کېده چې د واده په نامه هلته بیول شوې وې او په یوه پلمه بېرته کور ته له ستنېدو مخکې یې د ریبارۍ په ورځ، د نکاح په ورځ او د نکریزو په ورځ، ایله درې ځله خپل مېړه ولید.
بل لور ته یوه ځايي ښوونکی عرفان مصطفی چې پنجاب کې یې دغسې ۱۰ ودونو کې د ریبار رول درلود بي بي سي ته وویل:
''موږ دغسې ودونو کې ډېر احتیاط کوو او دغه ودونه په محکمه کې د نجلۍ او هلک په شتون کې ثبتېږي. ''
نوموړی بدلمنۍ ته د نجونو اړایستلو رپوټونه ردوي:
''دا ټولې د رسنیو تبلیغات دي، حقیقت برعکس دی. په ځینو ودونو کې د مېړه - ښځې تر منځ اختلاف راځي، مانا یې دا نه ده چې ګواکې دا د زور واده دی. ''
نوموړي دې سره پوښتنه وکړه:
''داسې څنګه کېدای شي چې له یوه هېواده بل ته د نجونو قاچاق روان وي او څارګرو ادارو ته هېڅ معلوم نه وي؟ ادارې له دې هر څه خبر دي. ''
د لاهور په ډیواین روډ او ایډڼ ګارډن سیمو کې ګڼ چینیایان مېشت دي، چې بېلا بېلې دندې لري، خو ځینې ځايي خلک وايي د چینایانو لپاره د پاکستان ویزا نرمې پالیسۍ له کبله ډېر داسې چینایان هم هلته اوسې چې د کاروبار معلومات یې څوک نه لري.

د عکس سرچینه، .
دا وروستیو کې د لاهور همدې ډیواین روډ سیمه کې اتو نجونو پولیسو ته رسمي شکایت کړی دی.
دې کې فرح ظفر نومې یوې نجلۍ په خپل شکایت کې پر خپلې مور او د ودونو کولو یوې ادارې پر کارکوونکي تور پورې کړی چې د پیسو بدل کې یې په زور واده کړې.
د لاهور یوې بلې اوسېدونکې نجلۍ په عریضه کې پر خپل چینايي مېړه تور پورې کړی چې وهي ټکوي یې.
ځینو نجونو بیا ویلي، لومړي سر کې ورته ویل شوي وو چې هلک د چین او پاکستان په شریکه اقتصادي پروژه (سي پیک) کې دنده لري، خو وروسته معلومه شوه چې دروغ خبره ده.
ډېری پېښو کې ویل کېږي چې چین ته د نجونو له تلو وروسته ورسره اړیکي ناشوني شي.
یوه پولیس چارواکي د نوم نه یادولو په شرط وویل، ټولو پېښو کې یو ډول تکتیک کارول کېږي، یوه ښځه او درې نارینه د نجلۍ کور ته ځي او د واده له لګښته نیولې د چین تر سفره د ټول لګښت پر غاړه اخیستو ژمنه کوي:
''د ځینو ودونو په اړه ویل کېږي چې کامیاب شوي دي، خو دا هغه ودونه هم کېدای شي، چې نجونې پکې بې درکه شوې. ''
په دې تړاو د پنجاب ایالتي پارلمان غړی اعجاز عالم اګسټین بي بي سي ته وویل، ''د پنجاب بېلا بېلو سیمو کې داسې تش په نامه کلیساوې او مذهبي مشران شته، چې دغه ډول ودونه ثبت کوي. ''
نوموړی وايي، له همدې کبله اوس د مذهبي مشرانو او کلیساوو لپاره د جواز اخیستو یو پروګرام پیل شوی دی، چې په خبره یې هدف یې د زور ودونو مخنیوی دی.

د عکس سرچینه، .
په چین کې اوس د ښځینه او نارینه نفوس تر منځ انډول برابر نه دی، بلکې د ښځو پرتله نارینه څو برابره ډېر دي. د دې نابرابرۍ یو لامل د یوه ماشوم پالنې هغه پالیسي هم بلل کېږي چې چین حکومت له ۱۹۷۹ تر ۲۰۱۵ پورې پلي کړې وه.
کارپوهان وايي، له همدې امله د هلکانو زېږد ته لومړیتوب ورکړل شو او اوس د نجونو لږوالي له کبله چینايي نارینه نورو هېوادونو ته مخه کوي او دې سره داسې ډلې هم فعالې شوې چې له قاچاقي لارو نجونې چین ته بیايي.
اعجاز عالم په دې اړه وايي:
''دې ودونو ته د مینې نوم نه شي ورکول کېدای، له دې پېښو به موږ البته دا زده کړو چې څوک دوست دی او څوک په خپلو ګټو پسې ګرځي. ''








