د خوشالۍ مراسمو ته بلل شوې سندرغاړې هوايي ډزو ووژله

ر

د عکس سرچینه، Sindh Police

د پاکستان په سیند ایالت کې پولیس وايي، د یو ماشوم د ختنې یا سنتولو مراسمو کې د ډزو له امله یوه ځايي سندرغارې ثمینه سیندو وژل شوې ده.

د لړکانا د پولیسو مشر وايي پېښه د چهارشنبې په شپه په کنګنا کلي کې شوې ده.

تنویر تنیو زیاتوي، د سنتګرۍ مراسمو ته دا سندرغاړې بلل شوې وه:

" له سندرو سره هوايي ډزې هم کېدلې په دغه وخت یوه ګولۍ پر ثمینه سیندو هم لګېږي او وژل کېږي".

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

ځايي چارواکي وايي، پولیسو ډزې کوونکی نیولی او له هغه یې یوه توپانچه هم ترلاسه کړې ده.

پر پاکستان سربېره افغانستان کې هم د واده، لوبو ګټلو او خوشالۍ نورو مراسمو کې د ډزو له امله خلک وژل کېږي.