کابل کې گڼ کسان د هوايي ډزو په تور نيول شوي
پر زمبابوی دافغان کرکټ لوبډلې بري او دخوښیو هواي ډزو په افغانستان کې دیوه کس ژوند واخیست او دوه ېې ټپیان کړل .دکورنیو چارو وزارت ویلي دهوايي ډزو په تړاو ېې شا وخوا ٢٠کسه نیولي . دوي څخه يې ځيني حکومتي کارکوونکي او دلوړ پوړو چارواکو ساتونکي دي .
زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي دلوبي ګټل دافغانانو لپاره دخورا خوښئ خبر وو، خو دبري دلمانځلو دې بڼې ځینو ته خوند ور نه کړ.
دشارجه په لوبغالي کې لا لوبغاړو خوښي نه وه پیل کړې ،چې دافغانستان په بیلا بیلو ښارونو په ځانګړي ډول جلا ل اباد کې زرګونه خلک راووتل ،ډولونه ېې ووهل ،ونڅیدل او اتڼونه ېې وکړل.

د عکس سرچینه، M.Rahimi
دجلال اباد په لوبیز ډګر کې لا له وړاندې دبرې په موخه په سم ډول اور لوبې ته چمتو والی نیول شوی وو
دافغان کرکټ دلوبډلې دبري سره سم کابل ،جلال اباد ،قندهار،خوست ،ګردیز،لغمان،لوګر،اسد اباد، لښکرګاه او دهیواد ځینې نورې سیمې دشاو خوا دیرشو دقیقو لپاره دهوايي ډزو شاهدې وي.
هوايي ډزې نیمه شپه پیل شوې ،او ددغو ښارونو یو شمیر خلک ېې اندیښمن کړل ، ان ځینو خو پر خواله رسنیو پخپلو سیمو کې دنښتو ولیکل، خو سملاسي نورو ډاډه کړل ،چې دکرکټ بری دی ، مه ډاریږئ
زرګونو له دغه بري خوند واخیست او سلګونه دنیمې شپې هوايي ډزو وبوږنول
داندیښنو او له اسمانه دسړو گوليو راولیدو خلک په کورونو کې ایسار نه کړل،زلمي دکابل ښار بیلا بیلو ځایونو ته را ووتل ،دافغانستان دبیرغونو سره یوځای ېې په نڅا او اتڼونو دغه خوشي ولمانځله. خو د ځينو کسانو هوايي ډزو څو کورنۍ د غم په ټغر کېنولې. او س د کورنېو چارو وزارت وايي ددې ډزو په تړاو يې ٢٠ کسان نيولي دي.








