د امریکا پوځ کې پر ښځینه پوځیانو جنسي تېری ډېر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا پوځ کې پر ښځینه پوځیانو د جنسي تېري شمېر زیات شوی، هغه هم په داسې مهال چې له کلونو راهیسې د دې ستونزې د اواورې لپاره هڅې روانې دي.
د شمېرو له مخې پر ۲۰۱۸ کال پر شل زر پنځه سوه پوځیو(ښځینه پوځیانو) جنسي تېري شوي، خو پر ۲۰۱۶ کال دا شمېر څوارلس زره نه سوه و.
د دې پېښو نیمايي د الکولو څښل بلل شوي او دا تېري تر ډېره له ۱۷ کلنۍ تر ۲۴ کلونو پورې په نویو ګومارل شویو ښځو کېږي.
د پنجشنبې په ورځ د امریکا دفاع وزیر پیټرک شینهن پوځ ته لارښوونه وکړه چې جنسي وېرونه په جرم کې شامله کړي.
جنسي وېرونه تراوسه په نورو پوځي خلاف ورزیو کې شامل دی، خو جرم نه بلل کېږي.
پیټرک شینهن په دې برخه کې څو وړاندیزونه هم کړي دي:
جنسي تېري بې قانونه او بداخلاقي ده. د پوځ د اصولو هم خلاف دي او په هیڅ ډول هم زغمل کېدی نه شي.
امریکا کې د وګړو د قانون له مخې جنسي تېری بې قانونه دی او د رنګ، توکم، مذهب یا قومیت له مخې توپیري چلن هم په دې قانون کې راځي.

د عکس سرچینه، DAVID TURNLEY VIA GETTY IMAGES
د امریکايي پوځ په سمندري، هوايي او ځانګړو ځواکونو کې د سروې له مخې پر ۲۰۱۸ کال شل زره پنځه سوه د جنسي تېري پېښې شوې دي.
دا رپوټ د شویو تېرېو او یو لک سرتېرو سره د پوښتنو له مخې برابر شوی او څېړونکي یې ۹۵ سلنه باور وړ بولي.
په زور د جنسي اړیکو نیولو دې دوسیو کې له لاس اچولو نیولې تر جنسي تېري پورې پېښې شمالې دي او دا تر ۲۰۱۶ کال ۳۸ سلنه ډېرې دي.
خو دې پېښو کې له هرو دریو دوسیو یوه تر لوړپوړو چارواکو رسېدلې ده.
د جنسي بریدونو ښکار له ۸۵ ډېرو پوځیانو بریدګر پېژندل او ډېری پېښو کې لوړپوړو افسرانو پر ځوانو ښځینه پوځیانو تېري کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر د هغو چارواکو د رسوا کولو غوښتنه کړې چې بیا بیا یې ورته تېري کړي دي.








