د رستوران څښتن خواړه د مشتري پر مخ وویشتل

File pic of Wiener Schnitzel

د عکس سرچینه، Getty Images

شمالي اتریش کې پولیس وايي، پېښه هغه مهال وشوه چې دوو کسانو یوه ځايي رستوران کې شکایت وکړ چې د خوښې خلاف خواړه ورکړل شوي دي.

دغه سیمه باد شالیرباچ نومېږي او معمولاً سیلانیان د ذهني ارامتیا او زرغون چاپیریال کې د چکر وهلو لپاره ورځې، خو د چارشنبې پر ورځ دوه کسان له ټپونو سره ترې ستانه شول.

پولیس وايي د سیمې د یوه رستورانت ۶۵ کلن څښتن د دغو کسانو شکایت په ځواب کې خواړه د دوی پر مخ وویشتل.

له دې دوو کسانو نه یوه په یوه انلاین پاڼه کې چې نظر پوښتنې خپروي لیکلي:

''داسې پېښه مې له دې مخکې نه وه لیدلې. ''

نوموړی زیاتوي، ''ښايي د رستوران څښتن شراب څښلي وو. ''

دوی وايي، د رستوران څښتن بې دریغه کنځل او کله چې له دوی نه یوه پولیسو ته د زنګ وهلو هڅه وکړه، هغه پرې لاس پورته کړ او ګوزارونه یې وکړل.

کوڅې ته د دغو کسانو له تېښتې وروسته په رستوان کې د یوې کورنۍ څلور ناست کسان هم له دغه ځایه ووتل.

پولیس وايي، د رستوران څښتن یو ۴۳ کلن مشتري شوکارې کړی دی او کله چې دوی د پېښې ځای ته ورسېدل هغه لا هم سپکې سپورې ویلې.

پولیس وايي، دوی د پېښې په تړاو رپوټ ثبت کړی دی.

د اتریش ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، دغه رستوران چې پېښه پکې شوې ده، 'په کور کې د پخو شویو ' خوړو لپاره مشهور دی او ګڼ غرختونکي، بایسکل ځغلونکي او نور سیلانیان د خوړو لپاره ورځي.