کوټه کې د ښځو لومړنی هوټل

د عکس سرچینه، عرفان خټک
- Author, عرفان خټک
- دنده, ازاد خبریال
د بلوچستان مرکز کوټې په هزاره ټاون سيمه کې د ښځو لپاره لومړنی هوټل یا ريستوران پرانستل شوی چې ټولې کارکوونکې يې ښځې دي.
د کوټې هزاره ټاون سیمه ددغه ښار په لویديځ کې پرته ده او اکثریت پکې د هزاره قبیلې وګړي مېشت دي.
هسې خو ددغه ښار په شاوخوا ټولو سیمو کې داسې رستورانونه شته، چې ددغه ښار وګړي له خپلو کورنیو سره هلته د خوراک لپاره ځي، خو ددغو رستورانونو ټول کارکوونکي نارینه وي.
حميده علي د هزاره ټاون ددغه رستوران مشره ده. اغلې حمیده وايي، موخه يې دا ده، چې ښځې په اقتصادي توګه خپل ځانونه پياوړي کړي.
که څه هم د ترهګرۍ په فرقه ييزه پېښو کې د هزاره ټاون او مري اباد سیمې اهل تشیع تر ډېره قرباني شوي، دلته ډېری داسې کورنۍ شته، چې د کور يې هيڅ یو نارنیه ژوندی پاته شوی نه دی.
حميده علي همدې ته په پام سره وایي، لویه موخه يې د هغو کورنیو ښځو ته یوه بېلګه جوړول دي، چې په کور کې يې د ګټې وټې هیڅ یو نارینه نشته. ددې په خبره دوی غواړي، له داسې کورنیو سره مرستې هم وکړي او له دې رستوران سره سره د خېرښېګړې کارونه هم کوي.

د عکس سرچینه، عرفان خـټک
د پاکستان د نورو سیمو په څېر په کوټه کې ټول کاروبارونه د سړیو په لاس کې دي او دا یو نااشنا کار بلل کېږي، چې ښځې په بازارونو کې په دوکاندارۍ یا کاروبار کې برخه واخلي.
اغلې حمیده وايي، د ټولنې لخوا اوس هم ورباندې نیوکې کېږي، خو د خپلې کورنۍ ډاډګېرنه ورسره شته.
د کوټې هزاره نومي دغه رستوران چې اوس مهال پکې پنځه ښځينه کارکوونکې دي، ټولې هیله منې دي.
دوی ته په کتو به نه یواځې ددغه ښار بلکې د ټول ایالت ښځې همداسې کاروبارونو ته مخه کړي او له اقتصادي پلو سره سره به دغه ښځې خپلواکه هم شي.








