د امریکا استخباراتي ادارې خپاره شوي انځور کې څه دي؟

د عکس سرچینه، CIA
د امریکا استخباراتي سازمان (سي ای اې) په انسټاګرام شبکه کې خپل لومړی انځور خپور کړی دی.
ددې عکس په خپرولو دې سازمان یوه معما مطرح کړې.
په دې ټولنیزه شبکه کې د دې سازمان ګڼون 'اکونټ' پرانیستل د سي ای اې د ستراتیژۍ له مخې په دې اداره کې د کارکوونکو او شنونکو په توګه د ځوان نسل ګمارل په ګوته شوي.
د انسټاګرام ډېری کاروونکي تر ۳۰ کلونو کم عمره کسان دي.
په دې شبکه کې د امریکا د استخباراتو د ادارې لخوا خپاره شوي انځور کې یو میز ښکاري چې ډېر شیان پرې پراته دي. په دوی کې بهرنۍ پیسې او ساختګي ويښتان.
دا عکس د ویرجینیا ایالت لانګلي سیمه کې د دې سازمان په مرکز کې اخیستل شوی دی.
د سې ای اې یو ویاند سي بي اېس خبري ټلویزیون ته ویلي چې په انځور کې ښکارېدونکي توکي د دې سازمان اوسنیو کارکوونکو پورې اړه لري.
د امریکا د استخباراتو سازمان مشر جینا هاسپل ویلي، په انسټاګرام کې د اکونټ پرانیستنه له ډیجیټلي پېر سره ددې سازمان د تګ لپاره یوه هڅه ده.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې دې سازمان په فیسبوک او ټویټر کې فعالیت درلود او اولین ټويټ یې دا و چې "موږ نه شو کوای، تایید یا رد کړو چې دا زموږ لومړی ټویټ دی."
په انځور کې څه دي؟

د عکس سرچینه، CIA
1-په ګلدان کې یو شین بوټی چې کېدای شي په بهر کې د سي ای اې کارکوونکو اړوند نیالګي ته اشاره وي.
2-سرمیزي ګړۍ چې پکې ۸:۴۶ بجې دي، دا هغه وخت دی چې د سېپټمبر په ۱۱مه الوتکې د امریکا سوداګریز مرکز په شمالي برج برید وکړ.
3-د چین نقشه چې په اسیا کې د امریکا تر ټولو مهم رقیب هېواد دی.
4-طلایي ګونګی (بوم) چې د لرغوني یونان کوچني 'خدای ګوټي' اتينا ته یې اشاره ده.
5-طلسم تیږه چې معمولاً د شر د دفع کولو لپاره کاریږي، کېدای شي هدف ترې دا وي چې د امریکا د استخباراتو کارکوونکو ته متوجه خطرونه وښيي.
6-هنري اثر چې 'ټوني منډېز' ښيي. دا د سي ای اې هغه پخوانی مامور و چې په ایران کې یې د شپږ امریکايي ډیپلوماټانو د ژغورنې عملیات پلان او پلي کړل.
7-یو ډول د لاس تڼۍ چې امریکايي استخباراتي کارکوونکي یو بل پرې پېژني.
8-جعلي ویښتان چې احتمالاً ددې سازمان د مخفي کارکوونکو لخوا کارېږي.
9-د سي ای اې د مشرې د پېژندګلوي کارت.
10-د اسنادو له منځه وړلو وسیله.








