پر مخالفتونو سربېره یوه ښځه د سي ای اې لومړنۍ مشره شوه

د عکس سرچینه، CIA
د امريکا سنا جرګې له سخت مقاومت وروسته بالاخره جينا هسپېل د امريکا د پلټنو مرکزي ادارې يا سي اى اې د مشرې په توګه ومنله.
اغلې هسپېل ٥٤ مثبتې او ٤٤ منفي رايې ترلاسه کړې دي او لومړنۍ ښځه ده چې د سي اى اې مشرۍ ته رسېږي.
نوموړې په ټايلند کې د يوه داسې مرکز مشري کوله چې ويل کېږي په کې د مصنوعي ډبونې په څېر د کړونې تکتيکونه کارېدلي وو.
د سنا د استخباراتي چارو جرګه ګۍ مرستيال مشر مارک وارنر وايي، اغلې هسپېل يې په خپله دې وينا چې دا تکتيکونه بايد کارول شوي نه وای، د ده قناعت ترلاسه کړى.
"جينا هسپېل داسې ليکلي و، چې تېر ته په کتو او د دغې ادارې د يوۀ لوړ پوړې مشرې په توگه د خپلې تجربې له مخه دا وايم چې سي آى اې بايد د پوښتنو ګروېږنو پياوړې شوې طريقه نه واى کارولې.
زما په اند دا په څرګنده ډول د يوه مشر وده څرګندوې چې له تېرو تېروتنو يې زده کړه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
زما په اند جينا هسپېل داسې يوه څوک ده چې کولاى شي د ولسمشر پر وړاندې ودرېږي.
هغه به د ځواک پر وړاندې رښتيا وايي او که ولسمشر هغې ته د يوې ناقانونې او يا غیر اخلاقي کړنې حکم کوي، نو هغه به ورته نه ووايي."
د بشري حقونو څار ډلې وايي اغلې هسپېل له ټايلنده د باندې هم د شکنجې نور پروګرامونه څارلي دي خو په دغه لړ کې د نوموړې ونډه يا رول د سي اى اې له خوا پټ ساتل شوى دى.
ولسمشر ټرمپ وړاندې د مشکوکو ترهګرو پر ضد د مصنوعي ډبونې د بيا پيلولو غږ کړى و.










