ترکیې د 'خاشقجي وژلو په تړاو دوه اماراتي جاسوسان نیولي'

د عکس سرچینه، EPA
ترکي چارواکو ویلي، د عربي متحده اماراتو دوه جاسوسان یې د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژلو په قضیه کې د ښکېلتیا په تور نیولي چې اوس پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
نیول شویو مشکوکو کسانو منلې ده چې د خپل هېواد په ګټه یې جاسوسي کوله.
یوه ترکي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هېواد یې د خاشقجي د وژلو اړوند دوسیه کې د دغو کسانو په اړه څېړنه کوي، په تېره بیا یو مشکوک ترکیې ته له یادې پېښې څو ورځې وروسته رسېدلی دی.
د امریکا استخباراتي سازمان په دې اند دی چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژلو امر ورکړی و، خو سعودي وايي هغه "ملحدو/کافرو عناصرو" وژلی.
ترکي چارواکي وايي، نیول شوي کسان ترکیې ته له رسېدو وروسته تر شپږو میاشتو څارل کېدل چې بالاخره استانبول کې ونیول شول:
"موږ دا څېړو چې ومومو ایا هېواد ته د دوی راتګ له پېښې سره کوم تړاو لري او که نه."
دغه ترکي چارواکي د خپل هویت نه ښودلو په شرط ویلي، د نیول شویو مشکوکو کسانو خبرې ښيي چې د دوی فعالیت د سیاسي مخالفانو په اړه جاسوسي وه.
عربي متحده امارات د سعودي عربستان ډېر نژدې او باوري ملګری دی چې په ۲۰۱۷ کال دواړو هېوادونو له قطر سره د دیپلوماتیکې ترینګلتیا پرمهال له یو بل سره همکاري وکړه.
څلورو عربي هېوادونو پر قطر بندیز ولګاوه: سعودي، بحرین، مصر او اماراتو.
دغو هېوادونو قطر د ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړی و چې قطر دا ادعا ځو ځلې رد کړې وه.
تر اوسه د خاشقجي په وژنه کې د اماراتو د لاس لرلو په اړه کره ثبوتونه نه شته.










