اردوغان: د خاشقجي یوه وژونکي ویل: "پوهېږم چې څرنګه یې اره کړم"

د عکس سرچینه، REUTERS
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په غږيزه دوتنه یا فایل کې، چې اروپايانو او امریکايانو ته ورکړل شوی، د خبریال یو وژونکی وايي: "زه پوهېږم چې څرنګه يې اره کړم"
ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ (د ډسمبر په ۱۴مه) په استانبول کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل "موږ امریکا، جرمني، فرانسه، کاناډا او نورو ټولو ته سندونه ولېږل چې وایې وري.
"دا سړی په ښکاره وايي "زه پوهېږم چې څرنګه يې اره کړم. دا سړی سرتېری دی. دا هر څه په ثبت شوي غږيز فایل کې شته"
د ترکيې ولسمشر د دغه غږیز فایل په تړاو ډېر معلومات ورنکړل، خو د ښاغلي خاشقجي د وژل کېدو په تړاو يې د سعودي عربستان لخوا په وړاندې کړي داستان بيا بيا نیوکې کړي.
له دې وړاندې د امریکا سي ان ان تلویزيوني چینل راپور ورکړی و چې په هغه غږیز فایل کې، چې ښاغلي اردوغان ورته اشاره کوله او لویدیځو هېوادونو ته ورکړل شوی، د جمال خاشقجي غږ پکې اورېدل کېږي چې وايي " ساه نشم ایستلی"
د امریکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ خبریال او کالم ليکوال جمال خاشقجي د تېر اکتوبر په دویمه په استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته له ننوتو وروسته ووژل شو.
د استانبول د لوی څارنوال په وینا د ښاغلي خاشقجي وژونکو لومړی د هغه ساه پرې ايستلې او بيا يې بدن ټوټه ټوټه کړی. د بدن ټوټې يې لا هم نه دي موندل شوې.

د عکس سرچینه، REUTERS
دغې وژنې د سعودي پر وليعهد شاهزاده محمد بن سلمان د بېلابېلو هېوادونو غوسه او غبرګونونه را وپاراول.
د امریکا کانګرس د پنجشنبې په ورځ ( د ډسمبر په دیارلسمه) په یوه کمساري اقدام کې د امريکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې خاطر نیوکه وکړه چې د ښاغلي خاشقجي په وژنه کې د ښکېل محمد بن سلمان ملاتړ کوي.
عربستان وايي چې وليعهد د جمال خاشقجي له وژنې مخکې نه و خبر او دا اقدام يې د "خپلسرو کسانو" کار بللی.
د ښاغلي خاشقجي د وژل کېدو د ډول په تړاو له بېلابېلو داستانونو خپرېدو وروسته بالاخره عربستان وویل چې خاشقجي وروسته له هغې ووژل شو چې له هغه سره سعودي عربستان ته د بېرته ستنېدو په تړاو پیل شوې خبرې اترې بې پایلې شوې.








