د خاشقجي دوسیه کې سعودي ترکیې ته خپل وګړي "نه سپاري"

جمال خاشقجي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جمال خاشقجي سعودی خبریال و چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې.

سعودي عربستان د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په تور ترکیې ته د خپلو دوو وګړو د سپارلو غوښتنه رد کړې ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په خبري غونډه کې ویلي چې دوی به هېچاته خپل وګړي ونه سپاري.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له سعودي وغوښتل چې د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژنې په تړاو دوه تورن لوړپوړي سعودي وګړي ترکیې ته وسپاري.

څو ورځې وړاندې د ترکیې یوې محکمې د ژورنالېست جمال خاشقجي د وژولو په قضیه کې، د هغو دوو سعوديانو د نیولو امر وکړ چې ولیعهد محمد بن سلمان ته نژدې دي.

ترکیې له سعودي غوښتي چې د سعودي د استخباراتو مرستیال مشر احمد عسیري او په شاهي دیوان کې سلاکار سعود القحطاني ور وسپاري چې په ترکیه کې محاکمه شي.

بلخوا ریاض وايي چې د جمال خاشقجي د وژنې په قضیه کې ۱۱ کسان نیولي چې سعودي کې به محاکمه کېږي.

عکس

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د هغه ۱۵ سعودي عرب وګړي دي چې د خبریال جمال خاشقجي په قتل کې په لاس لرلو تورن شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر ویلي ترکیې ورسره د معلوماتو په شریکولو کې پوره مرسته نه ده کړې.

"څنګه چې موږ تمه کوله هغسې ترک چارواکو له موږ سره همکاري نه ده کړې"

نوموړی زیاتوي چې دوی له انکرې لا نور معلومات غوښتي و، خو ورسره شریک شوي نه دي.

"موږ په ترکیه کې له خپلو ملګرو د لا ډېرو لاسوندونو غوښتنه کړې، هغه چې موږ سره د تورنو په محاکمه کې مرسته کوای شي، خو هغه څه مو نه دي ترلاسه کړي چې اړتیا یې ده"

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د سعودي لوړپوړو چاروکو د خاشقجي د قتل امر کړی، خو په ورته وخت اردوغان ویلي چې د سعودي له حاکمې کورنۍ سره د اړیکو خرابولو لېوالتیا هم نه لري.

سعودي څه وايي؟

ریاض د جمال خاشقجي په وژنه کې د محمد بن سلمان د لاس لرلو ادعا رد کړې.

سعودي چارواکو ویلي چې د جمال خاشقجي قتل د استخباراتو د یوه غړي په امر شوی.

د سعودي مرستیال لوی څارنوال ویلي، خبریال جمال خاشقجي استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې د 'فزیکي شخړې' پایله کې وژل شوی او بیا یې جسد ټوټه ټوټه شوی.

خاشقجي څوک و؟

سعودي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په خبري غونډه کې ویلي چې دوی به هېچاته خپل وګړي ونه سپاري.

جمال خاشقجي سعودی خبریال و چې پر سعودي حکومت یې نیوکې کولې.

هغه د اکتوبر میاشتې پر دویمه نېټه د ترکیې په استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

خاشقجي د سعودي مدینه منوره ښار کې پر ۱۹۵۸ کال زېږېدلی و.

په ۱۹۸۰ کلونو کې یې خبریالي د افغان- شوري جهاد له رپوټولو پیل کړه.

نوموړي سیمه ییزو ورځپاڼو ته پر افغانستان د شوروي د یرغل په هکله رپوټونه برابرول.

د افغان- شوروي جګړې پر مهال جمال خاشقجي د بن لادن څرګندېدل او ځواکمنېدل څارل او له نوموړي سره یې له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ کلونو څو ځلې مرکې وکړې.

جمال خاشقجي یو وخت د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار هم و.