د نړۍ تر ټولو لویې الوتکې لومړنۍ الوتنه وکړه

الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا الوتکه د سپوږمکۍ لپاره د فضايي ډګر په توګه جوړه شوې ده.

د نړۍ تر ټولو لویې الوتکې لومړنۍ الوتنه کړې ده. دا الوتکه د سټراټولانچ (Stratolaunch) کمپنۍ جوړه کړې. دغه شرکت د مایکروسافټ پخواني ونډه وال پال الېن په ۲۰۱۱ کې له مایکروسافټ له بېلېدو وروسته جوړ کړی دی.

دا الوتکه کولی شي تر لس کیلومتره مزل وروسته سپوږمکۍ فضا ته خوشې کړي.

د دې الوتکې پراخوالی ۱۱۷ متره د فوټبال د یوه لوبغالي په اندازه دی.

الوتکه لویه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ویل کېږي که دغه پروژه بریالۍ شي، له ځمکې د توغندي په مټ د سپوږمکي لېږلو پرتله به د الوتکې په مټ فضا ته د دغه توکو استونه ارزانه وي.

ویل کېږي که دغه پروژه بریالۍ شي، له ځمکې د توغندي په مټ د سپوږمکي لېږلو پرتله به د الوتکې په مټ فضا ته د دغه توکو استونه ارزانه وي.

د شپږو ماشینونو درلودونکې دغه الوتکې په خپله لومړنۍ الوتنه کې شاوخوا څلورنیم کیلومتره مزل کړی او د سرعت کچه یې په یوه ساعت کې ۲۷۴ کیلومتره ښودل شوې.

ددې الوتکې پېلوټ اېوېن ټوماس خبریالانو ته ویلي چې دا یوه 'ښکلې تجربه' وه او څنګه چې یې تمه وه هغې الوتنه یې وکړه.

لویه الوتکه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ددې الوتکې پېلوټ اېوېن ټوماس خبریالانو ته ویلي چې دا یوه 'ښکلې تجربه' وه او څنګه چې یې تمه وه هغې الوتنه یې وکړه.

ددوی د وېبپاڼې په بنسټ، دا تر ټولو لویه الوتکه ده چې فضا ته د سپوږمکۍ د استولو لپاره جوړه شوې ده.

بل خوا، د برتانیا یو میلیاردر رېچارډ برانسن کمپنۍ وېرجن ګالاکتېک هم د ورته کار لپاره یوه لویه الوتکه جوړه کړې ده.