تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د شرعي قوانینو پر پلي کولو نیوکو ته د برونای ځواب
د شرعي قوانینو پلي کولو له اعلان وروسته پر برونای حکومت نیوکې وشوې او اوس د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت وايي، هدف یې د سزا ورکولو پر ځای مخنیوی کول دي.
د نویو قوانینو له مخې به د زنا او لواطت لپاره د سنګسار سزا ورکول کېږي. برونای چارواکي وايي، دغسې قضیو کې خورا کره ثبوتونه غوښتل کېږي او سزا به ډېره عامه نه وي.
برونای چارواکو دغه څرګندونې له هغه وروسته کړې چې ملګرو ملتونو دغسې سزا ورکول 'ظالمانه او غیر انساني ' وبلل. برونای حکومت د ملګرو ملتونو دغو نیوکو په ځواب کې د بهرنیو چارو وزیر ارېوان یوسف له لوري په غبرګون کې ویلي:
''د سزا ورکولو پر ځای به ډېر تمرکز پر مخنیوي وي. د دې هدف د سزا ورکولو پر ځای خبرداری، سالمه روزنه، رغېدنه او پالنه ورکول دي. ''
اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، ''د مسلمانانو کورنیو او په ځانګړې توګه د ښځو حرمت او نسب ته د درنښت لپاره زنا او لواطت جرم بلل شوي دي. ''
په اعلامیه کې توضیحات ورکړل شوي چې په ځانګړو قضیو کې به د اعدام یا بدن غړو پرې کولو سزا لپاره لږ تر لږه د دوو داسې سړیو شاهدي پکار وي چې 'متقي او پرهیزګار ' وي.
اعلامیه زیاتوي دغه سړي باید د خورا لوړ مورال خاوندان وي، چې موندل یې 'اسان نه دي. '
د برونای غبرګون د ملګرو ملتونو له هغه نیوکې وروسته راغلی چې د اپریل پر دویمه یې د برونای حکومت له لوري د شرعي قوانینو دویم پړاو پلي کولو په تړاو کړې دي.
دغه هېواد کې د شرعي قوانینو لومړی پړاو چې د جرمونو لپاره د جریمې او زندان سزا موضوعات رانغاړي په ۲۰۱۴ کال کې پلي شوی و.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمشنرۍ د اپریل پر لومړۍ نېټه جنېوا کې د برونای استازولۍ ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و چې د نویو پلان شویو قوانینو عملي کول د بشري حقونو له هغې اعلامیې سرغړونه ده چې ۲۰۰۶ کال کې برونای تصویب کړې ده.
د نویو قوانینو له مخې به هغو کسانو ته سزا ورکول کېږي، چې په ځانګړو جرمونو اعتراف وکړي او یا یې د جرم شاهدان موجود وي. د جنسي تېري، زنا، لواطت او د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی هغه جرمونه دي، چې تر سره کوونکو ته یې د اعدام سزا ورکول کېدای شي.
دغه راز د ښځینه همجنس خوښو تر منځ د جنسي اړیکو سزا ۴۰ دورې یا لس کاله زندان کېدای شي او د غلا بدل کې د بدن غړي غوڅولو سزا ورکول کېدای شي. د شرعي قوانینو پلي کولو له اعلان وروسته په نړیواله کچه د نفتو دغه شتمن کوچني هېواد ته پام واوښت.