تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"دیني عالمانو د طالبانو د وینې بهونې توجیه وننګوله"
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
کابل چاپې ۸ صبح ورځپاڼې تېره ورځ په کابل کې د عالمانو پر شورا شوي ځانمرګي برید ته اشاره کړې او ويلي دي چې ديني عالمانو د جگړې او وينه بهونې لپاره د طالبانو دليل يا توجيه تر پوښتنې لاندې راوسته.
ورځپاڼه وايي افغان عالمانو وويل د هغه دولت پر وړاندې چې محاکمو کې يې شرعي احکام پلي کېږي او شرعي احکام د قانون جوړونې بنسټ جوړوي جگړه نا روا ده.
نيويارک ټايمز هم په کابل کې د دیني عالمانو پر يوې سترې غونډې چې افغانستان کې يې روانه جگړه نا اسلامي وبلله، شوي بريد ته په اشاره ليکلي، افغانستان کې له ٢٠٠١ م کال راهيسې سلگونه ديني عالمان چې د حکومت په پلوي يې خبره کړې او يا په څرگنده پر طالبانو نيوکې کړي، له ناوړه برخليک سره مخامخ شوي دي.
ورځپاڼه وايي د عالمانو پر وړاندې د دغه راز تاوتريخوالي له امله ان هغه علما چې د اسلام په نامه دغه راز وينه بهونې ترهولي، اړ شوي چې چوپه خوله پاتې شي.
ورځپاڼه زياتوي د تېرو کلونو په اوږدو کې په کندهار کې گڼ شمېر علما په نښه شوي او په دې لړ کې د عبدالحق اخوندزاده وژنې ته اشاره کوي چې تېره ورځ غرمه مهال له لمانځه وروسته کور ته روان و چې په نښه شو.
ورځپاڼې د مولوي شفيع الله نورستاني څرگندونې را اخيستې چې وايي " موږ په خطرونو پوهېدو، خو عالمان يوو او مهمه وه چې له ټولو خطرونو سره د سولې لپاره دا غونډه وکړو او همدا زموږ لومړنۍ موخه ده.
اېکسپرېس ټريبيون:
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې داعش اوس پاکستان لپاره يو نوى گواښ دى.
د ورځپاڼې په وينا د تېرو کلونو په اوږدو کې د داعش ډلې څرنگوالى او تکتيکونه بدل شوي او د گڼ مليتي ترهگرۍ گواښ بيا سر را پورته کوي.
ورځپانه وايي دغه ډله ډيورند کرښې سره نژدې افغانستان کې ځان پياوړى کوي او شونې ده چې دا له عراق او سوريې دغې سيمې ته د توندلارو راتگ لپاره لار پرانيزي.
د ورځپاڼې په وينا د پاکستان فدرالې کابينې د کارپوهانو يوې ١٢٠ کسيزې ډلې ته دنده سپارلې چې يوه پنځه کلنه دفاعي تگلاره جوړه کړي.