د عالمانو فتوا: افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه حرام دي

تر ۲۰۰۰ ډېر افغان دیني عالمان نن دوشنبه د جون ۴مه په کابل کې راټول شوي وو او په افغانستان کې یې د روانې جګړۍ په اړه فتوا صادره کړه.

په دغه فتوا کې د یو شمېر ایتونو او حدیثونو پر بنسټ ویل شوي، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او هیڅ شرعي دلیل نه لري.

د افغانستان د دیني عالمانو د سرتاسري شورا غړي خدابخش محسني، چې د عالمانو فتوا یې لوسته، وویل: " موږ په افغانستان کې د جګړې د ژر تر ژره درېدو لپاره فتوا ور کوو او زموږ خبرې دولت او هغو کسانو ته راجع دي چې له مودو د دولت پر وړاندې جګړه کوي."

هغه وویل، ځانمرګي بریدونه په اسلام کې حرام دي او له کبیره ګناهونو ګڼل کېږي.

د نشه يي توکو او شرابو له تولید او کارولو او همدارنګه له فساد، تبعیض او درز اچولو مخنیوی هم د دیني عالمانو د فتوا برخې دي.

په فتوا کې به کلکه غوښتل شوي چې مسوول بنسټونه باید په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د تفرقې خپرولو مخنیوی وکړي او د بیان له ازادي دې د ناوړه استفادې مخه ونیسي.

د عالمانو د شورا بل غړي عنایت الله بلیغ وویل، د دغې فتوا یوه برخه دولت ته متوجه ده او دولت باید هغه لاملونو ته پام وکړي چې د جګړې له دوام سره مرسته کوي:

" موږ یو هم په افغانستان کې د یوه بهرني پر شتون خوښ نه یوو، بهرنۍ ناستې به یوې څنډې ته پرېږدو او د خدای د پیغمبر په ښار کې به کېنو او خپلې ستونزې به سره حل کړو."

د افغانستان د دیني عالمانو په فتوا کې له اسلامي نړۍ غوښتل شوي چې د دوی له فتوا ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په چاره کې مرسته وکړي.

د دیني عالمانو د غونډې له پای ته رسېدو سره سم، غونډې ته نږدې ځانمرګی شوی چې مرګ ژوبله هم لري.

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په پار په کوردننه او بهر افغان او د اسلامي نړۍ نورو عالمانو ناستې کړي، خو د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه دغو ناستو او د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

عالمانو د دې فتوا چې په دې افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ځانمرګي بريدونه حرام دي ګڼ کسانو د بي بي سي پښتو پر فېسبوک پاڼه خپل نظرونه ورکړي چې ځينې يې موږ دلته را اخيستي دي.

اتل خان ځدراڼ:

د افغانستان جګړه سياسي ده او هر څوک که دولت، مجاهد او که خارجيان دي ټول تري ګټه اخلي، د الله لپاره څوک نه جنګېږي.

ميرويس افغان:

ريښتيني عالمان چې د اسلام او هېواد په ګټه يې فتوا ورکړه.

سهيل سهیل:

په کابل کې د دولت پلوي علماوو د لويې جرګې په خېمه کې غونډه کړې او روانه جګړه يې ناروا ګڼلې ده، خو د بهرنيو ځواکونو د شتون شرعي اړخ يې ګونګ پريښی.