ایران: د امریکا د سنټکام ترهګرو پرضد به هر ډول هڅې وکړو

د عکس سرچینه، AFP
د ایران د وسلوالو ځواکونو لویه درستیزوالۍ یوه بیانیه کې د امریکا له خوا د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ کې د سپاه پاسداران زیاتول غندي.
دا درستیزالي د امریکا دا ګام "له ماتې سره مخ او بې باوره او بې ارزښته بولي".
دې بیانیه کې دا هم ویل شوي چې ایران له دې وروسته په لوېدیځه اسیا کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ اړوند ځواکونه یا سنټکام سره هم د ترهګرو په څېر چلن کوي او د ایران د سپاه پسدران د ملاتړ لپاره به "د سنټـکام ترهګرې ډلې پرضد مبارزه کې یو ډول هڅې هم درېغ نه کړي".
د دوشنبې په ورځ( د اپرېل ۹) د امریکا ولسمشر یوه بیانیه کې وویل، چې د ایران سپاه پاسدران یې د بهرنیو ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیات کړل:
"دا پرېکړه چي د بهرنیو چارو وزارت په سپارښت شوې، دا واقعیت په رسمیت پېژني چې ایران یوازې د ترهګرو ملاتړی نه دی، بلکې سپاه پاسدران یې د بودیجې برابرولو کې فعاله ونډه لري او ترهګري د دولتي وسیلې په توګه کاروي".
د ایران غبرګون

د عکس سرچینه، khamenei.ir
په مقابل کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا د امریکا حکومت د ترهګرو ملاتړی وباله او سنټکام او هغه پورې تړلي ځواکونه یې ترهګره ډله یاده کړه.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ اړوند سنټکام د متحده ایالتونو د لویې درستیزوالۍ یوه برخه ده چې لوېدیځه اسیا، منځني ختیځ، د ایران په ګډون افریقا، افغانستان او سعودي عربستان کې فعالیت کوي.
د ایران مذهبي مشر د امریکا دا ګام "له انقلاب او هېواد په دفاع کې د مخکښۍ له امله له سپاه پاسدران سره د امریکا د دوښمنۍ" په سبب بولي.
د متحده ایالتونو له دې پرېکړې وروسته د ایران ډېرو چارواکو او ګوندونو او مختلفو خواوو له سپاه پاسداران سره یووالی ښودلی.
د ایران ولسمشر هم د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ملت "د ماتې جبرانولو لپاره" امریکا دا کار وکړ.
د ایران د پارلمان غړي هم د سې شنبې په ورځ د سپاه پاسدران یونیفرم کې له "مرګ پر امریکا" شعار سره جرګې ته لاړ.
د سعودي هرکلی

د عکس سرچینه، Icana
خو سعودي عربستان د امریکا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي او د بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه یې د واشنګټن دا ګام "له ترهګرۍ سره د مبارزې لار کې" عملي او جدي ګام بولي.
له دې مخکې بحرین هم د امریکا د دې ګام هرکلی کړی.
د اسراییل لومړي وزیر هم ډونلډ ټرمپ په دې ستایلی چې سپاه پاسدران یې ترهګره ډله وبلله.
خو سوریې او د لبنان حزب الله ډلې د امریکا دا ګام غندلی دی.









