د ښوونځي ناکام څنګه میلیونر شو؟

هاټسن

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، ۶۲ کلن هاټسون وايي، "د ښوونځي په ورستیو کې ټولو ازموینو کې ناکام شوم او پوهنتون ته مې لار ونه مونده، نو اړ شوم چې د یو بل کار لټه وکړم."

که روبن هاټسن د ښونځي په ازموینو کې ناکام شوی نه وای، کیدای شي د اوس پرتله یې په ژوند کې بریا او عاید ډېر کم وای.

۶۲ کلن هاټسون وايي، "د ښوونځي په ورستیو کې ټولو ازموینو کې ناکام شوم او پوهنتون ته مې لار ونه مونده، نو اړ شوم چې د یو بل کار لټه وکړم."

هغه زیاتوي، په ۱۶ کلنۍ کې مې ذهن یوازې له نجونو سره په ساتېرې بوخت و او مور به مې راته ویل چې له اشپز پرته بل څه نه درنه جوړیږي.

مور یې هغه ته ښودانه کړې وه چې د هوټل په برخه کې زدکړه وکړي او دا د هغې لویه اندېښنه وه چې زوی یې تشریفاتو په برخه کې یو څه زده کړي.

په ښوونځي کې له ډېرو ناکامیو وروسته روبن په کال ۱۹۹۴ کې د 'هوټل د وېن - Hotel du Vin' په نوم د مشهوره خوړنځي جوړ کړل چې په لسو کلونو کې یې له دې درکه میلیونونه پونډه ترلاسه کړل.

وروسته هغه او د سوداګرۍ شریک یې دغه رسټورانټونه په ۶۶ میلیونه پونډه وپلورل.

په ۲۰۱۱ کې روبن د (هوم ګرون هوټلز- Home Grown Hotels) د خوړنځیو بله لړۍ جوړه کړه چې اوس د انګلستان په شپږو سویلي سیمو کې فعالیت کوي او له دې لارې د هغه کلنی عاید ۲۰ میلیونه پونډه دی.

جودي

د عکس سرچینه، ROBIN HUTSON

د عکس تشریح، روبن وايي خپله مېرمن جودي یې په دې قانع کړه چې خپل کور به ګرو ورکړي چې د خپلې پروژې لپاره یو څه پیسې ترلاسه کړي.

په برتانیه کې ډېری روبن 'تر ټولو اغېزناک هوټل درلودونکی بولي' خو د هغه دا بریا د ډېرو ستړیاو له ګاللو وروسته ده.

نومړی مخکې تر دې چې پاریس کې د لاکریون هوټل ته د کار لپاره ورشي د لندن په کلاریج خوړنځي کې یې د کوچني خدمت کوونکي په توګه کار کاوه. وروسته بېرته لندن ته ستون شو او په ۲۳ کلنۍ کې د برکلي هوټل کې تر ټولو ځوان کوربه په توګه کار پیل کړ.

له دې وروسته هغه د ۲۸ کلنۍ پرمهال د هامبشیر هوټل کې د مدیر په توګه دنده وکړه.

هلته یې نهه کاله کار وروسته پریکړه وکړه چې خپل ځان لپاره ځانګړی کار پیل کړي.

روبن وايي: "تر ۳۶ کلنۍ مې کافي نورو لپاره خدمت وکړ، له ځان نه مې وپوښتل باید همداسې د نورو خدمت ته دوام ورکړم او که د ژوندې پاتې برخه کې یو بل څه ته مخ کړم؟"

ددې پریکړې پایله د خوړنځیو جوړول و.

په ۱۹۹۴ کې روبن له خپل ملګري جیرارد باسیټ سره د هوټل دې وېن جوړ کړ.

هوټل

د عکس سرچینه، HOME GROWN HOTELS

د عکس تشریح، روبن په خپلو هوټلونو کې د خوړو کیفیت ته ډېر پام کوي

"دا به د جودي لخوا لومړی لوی کار و چې ما ولید او شکر دی چې هغې دا کار وکړ."

روبن او جیرارد په پیل کې ۵۰۰ زره پونډه له خپلې کورنۍ او ملګرو ترلاسه کړل او ۷۵۰ زره یې پور واخیست.

"له هرچا مو پیسې وغوښتې چې زموږ سره شراکت وکړي."

د کارکوونکو د کموالي له امله دوی دواړو پیل کې خپله هرڅه کول او وايي روبن او جیرارد به په کوچ کې ویده کېدل چې د شپې لخوا کار ته چمتوالی ونیسي.

هوټل

د عکس سرچینه، HOME GROWN HOTELS

د عکس تشریح، هوم ګرون هوټل

"دا ستونزمن کار و، هرڅه به مو خپله کول لکه د ډوډۍ چمتو کول او خلکو ته د وړلو په ګډون. خو مو په لومړي کال ګټه وکړه."

په پیل کې دوی خپل هوټل کې تازه شیدې او ښه قهوه پلورله.

که څه هم اوسمهال دا کوم ابتکار نه ښکاري خو روبن وايي هغه مهال دا په خوړنځیو کې د 'انقلاب په کچه و'.

موټرسایکل

د عکس سرچینه، ROBIN HUTSON

د عکس تشریح، روبن (ښي) فارغ وخت کې موټرسایکل ځغلوي.

ویل کیږي چې د رون د بریا راز دادی چې هغه پر خپل کار او خدمتونو ښه څار کوي او د هوټلونو په برخه کې بازار ښه پېژني.

دا په برتانیا کې دویم بریالی هوټل بلل کیږي.