عراق: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې۹۴ کسان وژل شوي

Aftermath of Mosul ferry sinking

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډوب شوې کښتۍ یو نژدې ټاپو ته پر لاره وه، چې سیلانیان ورځي

عراق موصل ښار ته څېرمه په دجله سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۹۴ کسان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي، کښتۍ کې نژدې دوه سوه کسان وو، چې د اکثر ډوب شویو لامبو زده نه وه.

دوی دا هم وايي چې قربانيانو کې ۶۱ ښځې او ۱۹ ماشومان دي.

رپوټونو کې ویل شوي، کښتۍ کې ناستو کسانو د نوي کال مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کاوه.

لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازې جینن هینیز پلاسشایرت دا پېښه یوه 'بوږنونکې تراژیدي ' بللې.

Map
Presentational white space

ویل کېږي، چارواکو پرلپسې خلکو ته د موصل بند دروازو پرانیستل کېدو خبرداری ورکړی و، خو ځینې کسان د کښتۍ چلوونکي د پېښې مسوول بولي، چې په وینا یې خبرداری یې رد کړی دی.

په خواله رسنیو خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې کښتۍ اوبو کې نسکوره ده او خلکو په څپاند سیند کې له اوبو د پورې وتلو کوښښ کوي.

امبولانسونه او چورلکې د پېښې ځای ته رسېدلي، چې ژوندي پاتې کسان وژغوري او د وژل شویو کسانو مړي ومومي.

Aftermath of Mosul ferry sinking

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ژوندي پاتې کسانو ژغورلو لپاره عراقي پوځیان د پېښې ځای ته ورغلي
Aftermath of Mosul ferry sinking

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تر اوسه لسګونه کسان له ډوبېدو ژغورل شوي دي
Tourist island near Mosul

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سیمې خلک د نوي کال لومړۍ ورځې په لمانځلو بوخت دي

ویل کېږي دغه کښتۍ ام الرباین ټاپو ته پر لاره وه، چې د نوروز مراسمو په مناسبت پکې مېله کېږي. د ځاي معلوماتو ادارې موصل ای له خلکو غوښتي چې د مرستې لپاره د پنځم او زاړه پل سیمو ته ورشي.

دوی په ټویټر پیغام کې له خلکو وغوښتل چې امبولانسونو ته لاره خوشې کړي او ګاډي یوه څنګ ته ودروي. د کردستان ځايي حکومت هم له دهوک ښاره د مرستې لپاره لس امبولانسونه موصل ته استولي دي.

موصل ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش نیولی و او د ۲۰۱۷ کال په جولای کې له اوږدې جګړې وروسته د دغې ډلې له منګولو وژغورل شو.