تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراق: د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې۹۴ کسان وژل شوي
عراق موصل ښار ته څېرمه په دجله سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۹۴ کسان وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وایي، کښتۍ کې نژدې دوه سوه کسان وو، چې د اکثر ډوب شویو لامبو زده نه وه.
دوی دا هم وايي چې قربانيانو کې ۶۱ ښځې او ۱۹ ماشومان دي.
رپوټونو کې ویل شوي، کښتۍ کې ناستو کسانو د نوي کال مراسمو کې د ګډون لپاره سفر کاوه.
لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د پېښې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د تحقیقاتو امر یې کړی دی.
د عراق لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازې جینن هینیز پلاسشایرت دا پېښه یوه 'بوږنونکې تراژیدي ' بللې.
ویل کېږي، چارواکو پرلپسې خلکو ته د موصل بند دروازو پرانیستل کېدو خبرداری ورکړی و، خو ځینې کسان د کښتۍ چلوونکي د پېښې مسوول بولي، چې په وینا یې خبرداری یې رد کړی دی.
په خواله رسنیو خپاره شویو تصویرونو کې لیدل کېږي، چې کښتۍ اوبو کې نسکوره ده او خلکو په څپاند سیند کې له اوبو د پورې وتلو کوښښ کوي.
امبولانسونه او چورلکې د پېښې ځای ته رسېدلي، چې ژوندي پاتې کسان وژغوري او د وژل شویو کسانو مړي ومومي.
ویل کېږي دغه کښتۍ ام الرباین ټاپو ته پر لاره وه، چې د نوروز مراسمو په مناسبت پکې مېله کېږي. د ځاي معلوماتو ادارې موصل ای له خلکو غوښتي چې د مرستې لپاره د پنځم او زاړه پل سیمو ته ورشي.
دوی په ټویټر پیغام کې له خلکو وغوښتل چې امبولانسونو ته لاره خوشې کړي او ګاډي یوه څنګ ته ودروي. د کردستان ځايي حکومت هم له دهوک ښاره د مرستې لپاره لس امبولانسونه موصل ته استولي دي.
موصل ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش نیولی و او د ۲۰۱۷ کال په جولای کې له اوږدې جګړې وروسته د دغې ډلې له منګولو وژغورل شو.