په موصل کې زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي

د عراق د موصل ښار چارواکي وايي، موصل ته څېرمه د کډوالو په یوه پنډغالي کې د روژه ماتي زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي دي.

د کډوالو دغه پنډغالی د عراق د موصل او او ایربیل ښارونو ترمنځ پروت دی.

کوردي خبري اژانس "روداو" د راپور پر بنسټ، د زهرجنو خوړو له امله ۷۵۰ کسان ناروغان شوي او د یوه ماشوم د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

د خوړو له امله مسموم شوي کسان درېیو ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کډوالو ته د روژه ماتي تر خوړو وروسته زړه بدی پیدا شوی، ګانګې یې کړي او د بدن اوبه یې کمې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، پر کډوال وېشل کېدونکی (روژه ماتی) د ایبریل ښار په یوه خوړنځي کې پخېږي او بیا د قطر د یوه خیریه بنسټ له خوا پر کډوالو وېشل کېږي.

دغه پنډغالي ته کډوال له موصل ښاره هغه مهال راولېږدېدل چې عراقي ځواکونه له "اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره د بریدونو تابیا وکړه.‌

عراقي ځواکونو د موصل په لوېدیځ کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر جنګیاليو ولکه تنګه کړې او تر سخت فشار لاندې دي.