په موصل کې زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي

A displaced Iraqi woman in one of the refugee camps.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د خوړو له امله مسموم شوي کسان درېیو ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د عراق د موصل ښار چارواکي وايي، موصل ته څېرمه د کډوالو په یوه پنډغالي کې د روژه ماتي زهرجنو خوړو سلګونه کسان مسموم کړي دي.

د کډوالو دغه پنډغالی د عراق د موصل او او ایربیل ښارونو ترمنځ پروت دی.

کوردي خبري اژانس "روداو" د راپور پر بنسټ، د زهرجنو خوړو له امله ۷۵۰ کسان ناروغان شوي او د یوه ماشوم د مړینې راپور ورکړل شوی دی.

د خوړو له امله مسموم شوي کسان درېیو ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کډوالو ته د روژه ماتي تر خوړو وروسته زړه بدی پیدا شوی، ګانګې یې کړي او د بدن اوبه یې کمې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، پر کډوال وېشل کېدونکی (روژه ماتی) د ایبریل ښار په یوه خوړنځي کې پخېږي او بیا د قطر د یوه خیریه بنسټ له خوا پر کډوالو وېشل کېږي.

Iraqi soldiers fire their weapons towards Islamic State militants positions in Mosul's Zanjili district (7 June 2017)

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په موصل ښار کې عراقي ځواکونه له وسله والو سره په جګړه بوخت دي

دغه پنډغالي ته کډوال له موصل ښاره هغه مهال راولېږدېدل چې عراقي ځواکونه له "اسلامي دولت" نومې ډلې د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره د بریدونو تابیا وکړه.‌

عراقي ځواکونو د موصل په لوېدیځ کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر جنګیاليو ولکه تنګه کړې او تر سخت فشار لاندې دي.